لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دامريکائي بحريې مشر جنرال راحيل سره ليدلي


 له دې وړاندې دامريکا دنيوي دغه لوړپوړى کمانډر کراچۍ ته ورغلى اؤ دغلته يې دپاکستان نيوي اکيډيمۍ کې دنيوي کيډټانو ته وينا وکړه.
له دې وړاندې دامريکا دنيوي دغه لوړپوړى کمانډر کراچۍ ته ورغلى اؤ دغلته يې دپاکستان نيوي اکيډيمۍ کې دنيوي کيډټانو ته وينا وکړه.
دامريکا دنيول اپريشنز مشر ايډمرل جوناتهن گرينرټ دنهې په ورځ په يوه مهمه دوره پاکستان ته رسيدلى اؤ دراولپينډۍ ښار په جنرل هيډکوارټرز(جي ايچ کيو) کې دپوځ دسرلښکر جنرال راحيل شريف سره ليدنه کړې ده.
جنرال راحيل شريف سره ليدنه کې امريکائي چيف اف نيول اپريشنز ايډمرل جوناتهن سيمه کې په امنيتي صورتحال اؤ دوه اړخيزه پيشه وارانه چارو خبرې اترې کړي دي.
دپاکستان نيوي ديووياند ترمخه ايډمرل جوناتهن دنيول سټاف دمشر ايډمرل اصف سنديلا سره هم دپاکستان پلازمينه اسلام اباد کې ليدنه کړې ده اؤ ددغه ليدنې په مهال دواړو خواؤ په پيشه وارانه مرستو ښو کولو اتفاق کړى دى.
له دې وړاندې دامريکا دنيوي دغه لوړپوړى کمانډر کراچۍ ته ورغلى اؤ دغلته يې دپاکستان نيوي اکيډيمۍ کې دنيوي کيډټانو ته وينا وکړه.
دپاکستاني بحريې د يو وياند ترمخه دخپل دغه سفر په مهال به جوناتهن دوزيراعظم نواز شريف اؤ دفاع دوزير خواجه اصف سره هم ليدنې کوي.
دامريکائي بحريې مشر پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړى چې تيره اوونۍ دامريکا مرستيال خارجه وزير وليئم جى برنز هم دپاکستان يوه مهمه دوره کړې وه اؤ دوزيراعظم نواز شريف اؤ پوځ دسرلښکر جنرال کياني پشمول يې دلوړپوړو پاکستاني مشرانو سره ليدنې کړې وې.
دميډيا راپورونو کې دعوه شوې وه چې دغه ليدنو په مهال برنز دپاکستان لوړپوړو پوځي اؤ سياسي مشرانو ته دامريکا پيغام ورکړى اؤ په هغوي يې غږ کړى چې شمالي وزيرستان کې موجودې دترهه گرو ځالې تباه کړي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG