لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چوهدري نثار وائي طالبانو سره به مذاکرات روان وي


 دکورنو چارو وزير وويل چې داوربند په موده کې طالبانو په باضابطه ډول اسلام اباد کې دترهه گريزو حملو غندنه کړې وه اؤ داولسي وگړو وژل يې غيراسلامي گرځولي وؤ.
دکورنو چارو وزير وويل چې داوربند په موده کې طالبانو په باضابطه ډول اسلام اباد کې دترهه گريزو حملو غندنه کړې وه اؤ داولسي وگړو وژل يې غيراسلامي گرځولي وؤ.
دپاکستان دکورنو چارووزير چوهدري نثارعلي خان وئيلي دي چې دمذاکراتو عمل دحکومت ترجيح ده اؤ په شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو دشروع کولو فيصله نۀ ده شوې.
دجيټ الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو څخه تيره اوونۍ په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري شوې وه چې پکې تقريباً ٨٠ کسان وژل شوي وؤ.
دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې دي نيوز سره خبرو کې چوهدري نثار وئيلي دي چې که هر څو مذاکراتي عمل په موجوده وخت کې دځنډ سره مخ دى ، خو ددې وجه دطالبانو دډلو پخپلو کې روانه جگړه ده.
شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دسترو پوځي عملياتو دپيل کولو دخواهش په اړه هغه وويل پوځ په بيلا بيلو لارو چارو غور کوي خو په غوڅه توگه هاغه څه کوي چې حکومت يې پريکړه وکړي.
دامن مذاکراتو په اړه دهيواد دپوځي اؤ سول قيادتونو ترمينځ داختلافاتو په اړه دميډيا دراپورونو درد کولو په ترڅ کې هغه په دې خبره دافسوس څرگندونه وکړه چې ځينې بهرنۍ خبري شبکې بې اساسه خبرونه خپروي.
طالبانو سره دحکومت دتماسونو په اړه داخله وزير وويل چې دطالبانو دډلو پخپلو کې دنښتو له امله دغسې تماسونه پرځايې ساتل گران دي خو په ډاگه يې کړه چې حکومت غواړي دخبرو عمل دوامداره ساتي ، کوم چې په موجوده وخت کې اودريدلى خو رد کړل شوى نۀ دى.
ښاغلي نثار وويل چې دمذاکراتي عمل دپيل کيدو راپديخوا دتيرو څو مياشتو په مهال ترهه گريزو هلو ځلو کې زيات کمى راغلى دى اؤ زياته کړې يې ده چې دطالبانو له لوري داوربند اعلان هم دمذاکراتي عمل يوه ستره لاسته راوړنه وه.
دکورنو چارو وزير وويل چې داوربند په موده کې طالبانو په باضابطه ډول اسلام اباد کې دترهه گريزو حملو غندنه کړې وه اؤ داولسي وگړو وژل يې غيراسلامي گرځولي وؤ.
دکورنو چارو وزير وئيلي که چرې دمذاکراتو تگلاره کې کوم بدلون راغلى نو په باضابطه توگه به اعلانولى شي.
هغه وويل که چرې په کوم پړاؤ دپوځي عملياتو ضرورت پيښ شو نو دغسې به دهاغه ټول سياسي قيادت سره په صلاح مشوره کولى شي چې تير کال يې ټول گونديز کانفرنس کې حکومت ته دمذاکراتو دعمل تجويز ورکړى ؤ.
شمالي وزيرستان کې داوسنو فضائي حملو په اړه چوهدري نثار وئيلي چې دغه حملې دحکومت دځواب ورکولو دتگلارې برخه وه.
هغه وويل ددغو بريدونو پريکړه دوه اوونۍ دمخه شوې وه اؤ زياته يې کړه چې دغه حملې په امنيتي ځواکونو دترهه گريزو حملو نتيجه وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG