لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان وائي ملا فضل الله ته يې پناه نۀ ده ورکړې


" دغسې تگلاره دسوچ څخه بالا ده، افغانستان په دې خبره ټينگار وکړو چې دترهه گرۍ دښکار هيواد په توگه يې تل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خلوص ښودلى دى. "
" دغسې تگلاره دسوچ څخه بالا ده، افغانستان په دې خبره ټينگار وکړو چې دترهه گرۍ دښکار هيواد په توگه يې تل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خلوص ښودلى دى. "

دافغانستان دبهرنو چارو وزارت وئيلي دي چې لوړپوړو افغان پوځي چارواکو خپلو پاکستاني سيالانو ته وئيلي دي چې دپاکستاني طالبانو دتحريک مشر مُلا فضل الله اؤ نورو ترهه گرو ته پناه ورکول دافغان حکومت تگلاره نۀ ده.

دافغانستان دخارجه وزارت يو وياند وئيلي دي چې تيره ورځ دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دلوړې کچې په يوه غونډه کې پاکستاني چارواکو يوځل بيا وئيلي چې دټي ټي پي مشر مُلا فضل الله دپاکستاني طالبانو دنورو مشرانو سره دافغانستان دکونړ ولايت څخه فعاليتونه کوي.

پاکستان افغانستان سره په لگيدلې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا دافغانستان حکومت څخه هم خپله دې غوښتنه کې چټکتيا راوستې چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې پټ دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشرمولوي فضل الله دنيولو لپاره دې چټک گامونه واخلي.

په يو بيان کې دافغانستان دخارجه وزارت وياند وئيلي دي خو افغان چارواکو دپاکستان دغه دعوې ته دځواب وئيلو په ترڅ کې وويل ترهه گريزو ډلو ته په افغان خاوره ځالې برابرول دافغان حکومت دترهه گرۍ دمخنيوي دتگلارو په ضد دي" دغسې تگلاره دسوچ څخه بالا ده، افغانستان په دې خبره ټينگار وکړو چې دترهه گرۍ دښکار هيواد په توگه يې تل دترهه گرۍ په ضد جگړه کې خلوص ښودلى دى. "

دافغانستان لوړپوړو پوځي چارواکو تيره ورځ راولپينډۍ کې دپاکستان پوځي مشرانو سره ليدنه وکړه چې يوه اوونۍ دمخه دافغانستان دقومي سلامتۍ صلاح کار رنگين دادفرسپنتا هم پاکستاني مشرانو سره ليدلي وؤ، ددغه ليدنې په مهال دواړو خواؤ دسلامتۍ دمعاملو هوارولو لپاره ديوې گډې کاري ډلې په جوړولو هم اتفاق کړى ؤ.

دافغانستان دخارجه وزارت په بيان کې وئيل شوي چې دواړو خواؤ ژمنه وکړه چې دحقاني نيټ ورک دجنگيالو اؤ کوئټې شورا په گډون به دټولو ترهه گرو په ضد گامونه اخستى شي.

تيره ورځ دپاکستان پوځ په يو بيان کې وئيلي وؤ چې ددغه ليدنې په مهال دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دترهه گرو دموجودو ځالو، دپاکستان په سرحدي کليو اؤ پوستو دپولې دپورې غاړې څخه دترهه گرو لخوا دکيدونکو حملو په اړه خبرې اترې شوي دي.

افغان خارجه وزارت وائي چې افغان هيئت پاکستاني مشرانو ته ددغه ليدنې په مهال دپولې دپورې غاړې څخه دکيدونکې گوله بارۍ په اړه معلومات ورکړل اؤ زياتوي چې افغان هيئت دافغان اولس اؤ حکومت لخوا په دغه گه بارۍ دسختو انديښنو څرگندونه وکړه اؤ په سمدستي ډول يې ددې داودرولو غوښتنه وکړه.

دواړو خواؤ په دې خبره هم اتفاق کړى چې په گډه پوله دترهه گرو دهلو ځلو په اړه به يو بل سره دسلامتۍ اؤ استخباراتي ادارو دمعلوماتو راکړه ورکړه کوي اؤ دخپل مينځي باور سيوا کولو لپاره به دترهه گرۍ په ضد جگړه کې غوره همکاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG