لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې په بيلابيلو ورځو د اختر ويشل کيدو روايت برقرار


شهاب الدين پوپلزئ وويل دصوبې دمختلفو برخو نه ورته داختر دمياشتې دليدو په اړه 48 شهادتونه ترلاسه شوي دي.
شهاب الدين پوپلزئ وويل دصوبې دمختلفو برخو نه ورته داختر دمياشتې دليدو په اړه 48 شهادتونه ترلاسه شوي دي.

دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبې،قبائيلي سيمو،افغانستان اؤ عرب هيوادونو کې دگل په ورځ دوړوکي اختر نمانځلو اعلان شوى دى.

دپيښور دقاسم علي خان جومات نه دگل په ورځ داختر داعلان کيدو سره سم په پاکستان کې يوځل بيا داختر په مختلفو ورځو دويشل کيدو روايت پځايې پاتې شوى دى.

دوړوکي اختر دمياشتې ليدو په اړه دشهادتونو ترلاسه کولو لپاره دمفتي شهاب الدين پوپلزئ په مشرۍ دروژه ماتي نه وروستو دپيښور په قاسم علي خان جومات کې دمياشتې ليدنې دغيرسرکاري مقامي کميټۍ غونډه شوې ده، چې پکې د٢٠ؤ څخه زياتو مقامي مذهبي مشرانو غونډه اخستې وه.

دپاکستان په نورو دريوؤ صوبو کې به داختر دمياشتې ليدو لپاره سبا دمفتي منيب الرحمان په مشرۍ دمرکزي رويت هلال کميټۍ غونډه کيږي.

دغونډې وروستو د شپې ناوخته ميډيا سره خبرو کې مفتي شهاب الدين پوپلزئ وويل دصوبې دمختلفو برخو نه ورته داختر دمياشتې دليدو په اړه 48 شهادتونه ترلاسه شوي دي.

په پاکستان کې سږکال وړوکى اختر په داسې حال کې نمانځل کيږي چې ددغه هيواد په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د جنگيالو په ضد د روانو پوځي عملياتو له امله د لسو لکو نه زيات قبائيلي پښتانۀ بې کوره شوي اؤ د هيواد په بيلا بيلو سيمو کې د کډوالۍ ژوند کوي .

د خيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک پريکړه کړې ده چې اختر به ددغو کډوالو سره يو ځايې تيروي .

خو بې کوره شوي کډوال نيوکه کوي چې حکومت ورسره د اختر په موقعه کومې دپام وړ مرستې نۀ دي کړي.

په افغانستان،بنگله ديش،کويت، سعودي عرب، عراق، اردن ، متحده عرب اماراتو اؤ نورو گڼو اسلامي هيوادونو ، امريکا اؤ گڼو نورو اروپايي هيوادونو کې به هم دگل په ورځ دوړوکي اختر لمړۍ ورځ نمانځلى شي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG