لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرائيل غزه کې د ٧ؤ گينټو اوربند اعلان کړى


 له دې وړاندې داتوار په ورځ دغزې په رفح سيمه کې دملگرو ملتونو تر انتظام لاندې سکول باندې شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٣٥ ژوبل شوي وؤ.
له دې وړاندې داتوار په ورځ دغزې په رفح سيمه کې دملگرو ملتونو تر انتظام لاندې سکول باندې شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٣٥ ژوبل شوي وؤ.

اسرائيل دگل په ورځ دغزې په اکثرو سيمو کې داوؤ گينټو دجنگ بندۍ اعلان کړى اؤ وئيلي يې دي چې ددې مقصد فلسطينيانو ته دانساني خواخوږۍ په اساس دامداد رسول اؤ بې کوره شوؤ وگړو ته خپلو کورونو پورې درسيدو موقع ورکول دي.

له دې وړاندې داتوار په ورځ دغزې په رفح سيمه کې دملگرو ملتونو تر انتظام لاندې سکول باندې شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٠ کسان وژل شوي اؤ ٣٥ ژوبل شوي وؤ.

په يوه اوونۍ کې غزه کې دملگرو ملتونو تر انتظام لاندې سکولونو به دغه دوهمه اسرائيلي حمله وه،په دغو سکولونو کې د٢٨ؤ ورځو راهسې دحماس اؤ اسرائيل ترمينځ دجگړې په وجه بې کوره شوؤ خلکو پناه اخستې.

امريکا اؤ ملگرو ملتونو په سکول دبمبارۍ دپيښې غندنه کړې ده.

دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون دحملې دسختې غندنې کولو په ترڅ کې دا مجرمانه عمل گرځولى.

په يو بيان کې هغه وئيلي دا دبين المللي قوانينو ښکاره خلاف ورزي ده.

بانکي مون وئيلي" ددغه حملې په گډون دبين المللي قوانينو دخلاف ورزۍ په فوري توگه تحقيقات کيدل پکار دي اؤ دذمه وارو احتساب پکار دى، دا په اخلاقي توگه دنۀ منلو جوگه اؤ مجرمانه عمل دى" په ملگرو ملتونو کې دامريکا سفير سمانتها پاور هم دغه حمله "وحشيانه" گرځولې ده.

په يو بيان کې امريکائي سفير وئيلي په رفح کې دملگرو ملتونو تر انتظام لاندې سکول کې تقريباً دريوؤ زرو خلکو پناه اخستې وه اؤ په دغه حمله کې دملگرو ملتونو ديو کارکوونکي په شمول لس فلسطينيان وژل شوي دي.

" دا ډيره ضروري ده چې ټولې خواوې دجنگ بندۍ لپاره کار وکړي چې ورسره راکټي حملې، دحماس دسرنگونو خطره اؤ دغزې دوگړو لپاره خطرناک صورتحال ختم شي"

تيره مياشت دغزې څخه دحماس دجنگيالو له لوري په اسرائيلي سيمو دراکټي حملو دمخنيوي لپاره اسرائيل دغزې په پټۍ فضائي کارروايۍ شروع کړه اؤ وروستو په دغه کارروايۍ کې ځمکنو اؤ سمندري ځواکونو هم برخه واخسته.

تر دې مهاله جگړه کې دفلسطيني چارواکو ترمخه ١٧٦٦ء کسان وژل شوي چې پکې اکثره عام وگړي دي اؤ ددې ترڅنگ لس زره کسان ژوبل شوي هم دي، داسرائيل ٦٤ پوځيان وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG