لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : عملياتو کې ٧ ازبک جنگيالي اؤ دوه پوځيان وژل شوي


The Soyuz-FG rocket booster with <em>Soyuz TMA-19M</em> space ship carrying a new crew to the International Space Station (ISS), blasts off at the Russian-leased Baikonur cosmodrome, Kazakhstan.
The Soyuz-FG rocket booster with <em>Soyuz TMA-19M</em> space ship carrying a new crew to the International Space Station (ISS), blasts off at the Russian-leased Baikonur cosmodrome, Kazakhstan.

دپاکستان پوځ وائي قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې يې دازبک ترهه گرو دځالو په ضد عمليات ترسره کړي چې پکې ٧ ازبک جنگيالي اؤ دوه پوځيان وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار څخه دگل په ورځ دجاري شوي بيان ترمخه دميرانشاه،دته خيل ترمينځ دغځيدلي روډ دپاکولو په مهال په دته خيل بازار کې دازبک ترهه گرو په ضد پوځ عمليات وکړل چې پکې دوه پوځيان نائب صوبيدارمشکور اؤ لانس نائيک ظهير اؤ ٧ ازبک ترهه گر ووژل شول.

سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله دپوځ له لوري دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه دجاري شوؤ دغو اطلاعاتو په ازادانه توگه پخلى نۀ شي کيدى.

ائي ايس پي ار دعوه کوي چې " ضرب عضب" عمليات په کاميابۍ سره مقصدونه ترلاسه کوي اؤ په غوره طريقې سره مخ په وړاندې روان دي،دميرانشاه،ميرعلي،بويه ديگان اؤ دته خيل پورې علاقې (دترهه گرو څخه) پاکې کړل شوي دي اؤ زياتوي چې دميرانشاه-ميرعلي ترمينځ دترهه گرو دمزاحمت دسيمو مومن گل زيارت، درپه خيل، تپي، سپگله اؤ دتوچي سيندجنوبي برخې دپاکولو عمل روان دى.

پوځي بيان کې وئيل شوي دي چې دميرعلي په خواؤ سيمو شهبازخيل کې ٧٥ راکټونه، په گڼ مقدار کې کورني جوړ شوي بمونه اؤ خودکش جيکټونه هم لاسته راوړل شوي دي.

بيان زياتوي چې په عمرکي کلي کې دکورنو جوړيدونکو بمونو يوه بله فيکټري هم موندل شوې ده اؤ دلټونې دعملياتو په مهال په دروندمقدار کې کورني جوړ شوي بمونه، کيميکلې اؤ نور مواد ترلاسه شوي دي.

دپاکستان پوځ قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجون په ١٥مه نيټه وروستو له هغې د"ضرب عضب" په نوم عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک يوه اوونۍ دمخه دکراچۍ په هوائي اډه دشوې هاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

په دغو عملياتو کې پوځي چارواکو دغيرملکي ترهه گرو په گډون د٥٠٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې ده،خو دازادو سرچينو څخه دواړو خواؤ ته په دغه جگړه کې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG