لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان : وسله والو دوه عسکر وژلي


چارواکي وائي دبلوچستان کانسټيبلري يو گاډى دمستونگ ضلعې په سپلنجي سيمه کې دمعمول مطابق په گزمه بوخت ؤ چې وسله والو پرې دنزدې غرونو څخه ډزې پيل کړې.
چارواکي وائي دبلوچستان کانسټيبلري يو گاډى دمستونگ ضلعې په سپلنجي سيمه کې دمعمول مطابق په گزمه بوخت ؤ چې وسله والو پرې دنزدې غرونو څخه ډزې پيل کړې.

چارواکي وائي دنهې په و رځ دپاکستان دبلوچستان صوبې په مستونگ سيمه کې دنامعلومو وسله والو په يوه حمله کې دوه عسکر وژل شوي اؤ ځينې ژوبل شوي دي.

چارواکي وائي چې دبلوچستان کانسټيبلري يو گاډى دمستونگ ضلعې په سپلنجي سيمه کې دمعمول مطابق په گزمه بوخت ؤ چې وسله والو پرې دنزدې غرونو څخه ډزې پيل کړې.

دډزو په دغه پيښه کې دامنيتي ځواکونو گاډي ته زيان رسيدلى اؤ گڼ شمير عسکر ژوبل شوي دي.

دبريد وروستو دپيښې ځايې ته په گڼ شمير کې دامدادي ډلو کارکوونکي رسيدلي اؤ ژوبل کسان يې دکوئټې يو هسپتال ته رسولي دي.

دپوليسو، لويزيز اؤ فرنټئير کور عسکرو سيمه پخپله ولقه کې اخستې اؤ دپيښې تحقيقات يې شروع کړي دي.

په فوري توگه په امنيتي ځواکونو دشوې دغه حملې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې.

مستونگ دبلوچستان دحساسو ضلعو څخه يوه گڼل کيږي اؤ په تيرو وختونو کې هم دغلته جنگيالو په قومي تنصيباتو اؤ امنيتي ځواکونو حملې کړي دي.

بل لوري ته راپورونه وائي دګل په ورځ هم دبلوچستان په کيچ ضلع کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته نامعلومو ورانکارو راکټونه داغلي ،خو دغه راکټونه خطاء لګيدلي دي اؤ پکې کومه مرګ ژوبله نۀ ده رامينځته شوې.

همدغه شان پوليس وائي چې په تربت سيمه کې په موټر سائيکل سورو کسانو په عبدالحسن نومې يو تن ډزې کړي اؤ هغه يې وژلى دى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG