لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور : پاکستان هندوستانى پوځي نيولى


 سرچينې وائي چې دغه هندوستانى پوځي پاکستاني علاقې ته دداخليدو وروستو دچناب رينجرز لخوا نيول شوى اؤ دتپوس پوښتنو لپاره کوم نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوى دى.
سرچينې وائي چې دغه هندوستانى پوځي پاکستاني علاقې ته دداخليدو وروستو دچناب رينجرز لخوا نيول شوى اؤ دتپوس پوښتنو لپاره کوم نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوى دى.

راپورونه وائي دشورو په ورځ پاکستاني پوځيانو دهندوستان دسرحدي ځواکونو يو عسکر پاکستاني علاقې ته په ورداخليدو دسيالکوټ دبجوات سيکټر نه نيولى دى.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې دهندوستاني پوځ نوي مشر جنرل دلبير سنگهـ سهاگ په شکمنه توگه دهندوستاني پوځيانو نه دسرونو قلم کولو پيښې ته په اشارې کولو سره پاکستان ته خبردارى ورکړى ؤ چې په دغه شان پيښو به پاکستان ته په فوري توگه ځواب ورکولى شي.

سرچينې وائي چې دغه هندوستانى پوځي پاکستاني علاقې ته دداخليدو وروستو دچناب رينجرز لخوا نيول شوى اؤ دتپوس پوښتنو لپاره کوم نامعلوم مقام ته منتقل کړل شوى دى.

سږکال دروايتي مخالفو هيوادونو هندوستان اؤ پاکستان په شريکه ددواړو هيوادونو دوسله والو پوځونو له لوري په يو بل دډزو اؤ ديو بل دعسکرو دوژلو تورونه لگول شوي دي اؤ په ځانگړې توگه په سيالکوټ کې دغه رقم پيښې رامينځته شوي.

سږکال په ٢١ جولا ئي دسيالکوټ سره نزدې دډزو دتبادلې په يوه پيښه کې يو تن وژل شوى اؤ درې نور ژوبل شوي وؤ.

په ١٦مه جولا ئي دسيالکوټ سره نزدې دډزو په يوه بله پيښه کې دوه پاکستاني پوځيان ژوبل شوي وؤ.

په تيرو وختونو کې هم په پوله دډزو ددغه شان پيښو په نتيجه کې ددواړو روايتي مخالفو هيوادونو ترمينځ تاؤتريخوالى کې اضافه راغلې، دغه دواړو ملکونو په ١٩٤٧ء دبرطانيې نه دازادۍ ترلاسه کولو وروستو درې جنگونه کړي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG