لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

راپور:"په ائيني توگه دحکومت بدليدو کې به امريکا بې پلوه وي"


 دورځپاڼې ترمخه دواشنگټن دغه پيغام دپاکستان تحريک انصاف دراتلونکې اوونۍ دټاکل شوي احتجاج نه وړاندې امريکائي سفير رچرډ اولسن دپاکستان حکومت ، دحزب اختلاف گوندونو اؤ پوځي مشرانو ته ورکړى دى.
دورځپاڼې ترمخه دواشنگټن دغه پيغام دپاکستان تحريک انصاف دراتلونکې اوونۍ دټاکل شوي احتجاج نه وړاندې امريکائي سفير رچرډ اولسن دپاکستان حکومت ، دحزب اختلاف گوندونو اؤ پوځي مشرانو ته ورکړى دى.

دپاکستان دانگريزۍ ژبې ورځپاڼې ډان پخپل يو راپور کې وئيلي دي چې په پاکستان کې دامريکا سفير رچرډ اولسن پاکستاني سياست دانانو ته وئيلي دائين په دائره کې که چرې حکومت بدليږي نو هغوي به بې پلوه پاتې کيږي خو دکوم پوځي بغاوت مخالفت به کوي.

دورځپاڼې ترمخه دواشنگټن دغه پيغام دپاکستان تحريک انصاف دراتلونکې اوونۍ دټاکل شوي احتجاج نه وړاندې امريکائي سفير رچرډ اولسن دپاکستان حکومت ، دحزب اختلاف گوندونو اؤ پوځي مشرانو ته ورکړى دى.

امريکائي سفير سره ليدلي يو سياست دان دنوم نۀ ښودلو په شرط ورځپاڼې ته وئيلي " سفير اولسن په سياسي منظر بحث کوي"

ښاغلي اولسن دزيارت په ورځ دجى يو ائي(ف) مشر مولانا فضل الرحمان سره ليدلي وؤ.

يو بل سياست دان وئيلي چې ددغه ليدنې په مهال امريکائي سفير هغه دامريکائي انديښنو څخه خبر کړى خو په واضحه ټکو کې يې دپوځي بغاوت مخالفت کړى دى.

دپي ټي ائي دازادۍ مارچ دورځې په رانزدې کيدو هيواد کې دسياسي بدلون په اړه اندازې زور نيسي اؤ غيرملکي سفيرانو هم دپاکستان په سياسي صورتحال ژور نظر ساتلى اؤ دغه لړ کې ښاغلى اولسن هم دمهمو سياسي مشرانو سره ليدنو کې بوخت دى.

ورځپاڼه وائي چې پاکستاني سياست دانانو اؤ پوځي مشرانو سره دليدنو په مهال سفير اولسن وئيلي دي چې که چرې حکومت کې بدلون په ائيني ذريعه راشي نو امريکا به کوم گام نۀ اخلي اؤ زياته کړې يې ده چې ازميښت دهيواد ائين دى اؤ دا چې " ائيني بدلون به مکمل جائز وي"

ورځپاڼه ليکي چې پوځ اؤ سياست دانانو ته دورکړل شوي پيغام په دوهمه برخه کې وئيل شوي چې پوځي بغاوت به دمنلو جوگه نۀ وي اؤ ورسره امداد ځنډيدلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG