لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بره دير:افغانستان نه دوراوښتو جنگيالو حمله کې څلور کسان وژل شوي


 دمقامي پوليسو يو مشر گل فضل خان دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل " دجمعې په شپه ناوخته دافغانستان نه تندلارو ديو مقامي طالبانو دمخالف لښکر دمشر نازمين خان په کور حمله کړې ده اؤ هغه يې دخپلو دوؤ زامنو اؤ يو ورارۀ سره وژلى دى"
دمقامي پوليسو يو مشر گل فضل خان دپيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل " دجمعې په شپه ناوخته دافغانستان نه تندلارو ديو مقامي طالبانو دمخالف لښکر دمشر نازمين خان په کور حمله کړې ده اؤ هغه يې دخپلو دوؤ زامنو اؤ يو ورارۀ سره وژلى دى"

دخالي په ورځ پاکستاني چارواکو وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا صوبې په بره دير سيمه کې دپولې پورې غاړې افغانستان نه جنگيالو دطالبانو ديو مخالف لښکر دمشر نازمين خان په کور حمله کړې چې په نتيجه کې يې نازمين خان اؤ دهغه دکورنۍ درې غړي وژل شوي دي .

دغه پيښه دبره دير په تنائي ډيرۍ نومې سيمه کې رامينځته شوې ده.

بلخوا ته راپورونه وايي ، د افغانستان سره په پوله پرتې دپاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ چارمنگ علاقه کې هم وسله والو د پولې د پورې غاړې نه په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي . خو په پېښه کې کومه مرگ ژوبله نه ده اوختې .

په بره دير سيمه کې د رامنځته شوې پېښې په حقله د مقامي پوليسو يو مشر گل فضل خان يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل " دجمعې په شپه ناوخته دافغانستان نه تندلارو ديو مقامي طالبانو دمخالف لښکر دمشر نازمين خان په کور حمله کړې ده اؤ هغه يې دخپلو دوؤ زامنو اؤ يو ورارۀ سره وژلى دى"

هغه وويل چې په دغه حمله کې دطالبانو دمخالف لښکر دمشر دکورنۍ ديوې ښځې په گډون کسان ژوبل شوي هم دي اؤ زياته يې کړه چې ددغه ښځې حالت نازک دى.

دپوليسو يو لوړپوړي مشر جاويد عزيز هم ددغه پيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې افغانستان نه طالبانو دطالبانو دمخالف لښکر دمقامي مشر په کور حمله کړې اؤ زياته يې کړه چې پوځ وروستو په ځوابي کارروايۍ کې دوه طالبان هم وژلي دي.

هغه وويل دطالبانو دمخالف لښکر غړي اؤ پوځ دجنگيالو لټه کوي.

د باجوړ ايجنسۍ په چارمنگ علاقه کې د ډزو په اړه پوليټيکل انتظاميي وئيلي ، پېښه کې کوم زاني زيان نه دی رامنځته شوی . او امنيتي ځواکونو د وسله والو د ډزو جوابي کارروايي کړې او په شا يې تمبولي دي .

د دغې بريد پړه د تحريک طالبان پاکستان وياند شاهد الله شاهد په غاړه اخيستې ، او پاکستاني ځواکونو ته يې د مرگ ژوبلې اړولو ادعا هم کړې ده .

دپاکستان پوځ دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد کراچۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دپاکستاني طالبانو تحريک ددغو عملياتو څخه يوه اوونۍ وړاندې دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري قبوله کړه.

دپاکستاني چارواکو ترمخه تيره مياشت هم په دير اؤ قبائيلي سيمه باجوړ کې دپاکستاني پوځيانو په چيک پوسټونو دپولې پورې غاړې افغانستان څخه حملې شوې وې چې پکې گڼ شمير تندلاري اؤ عسکر وژل شوي دي اؤ پاکستان له دې وړاندې په دغه شان حملو افغان حکومت ته احتجاج هم ريکارډ کړى دى.

پوځي چارواکي وائي چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله د٥٠٠ؤ نه زيات جنگيالي اؤ ٢٧ عسکر وژل شوي خو دازادو سرچينو څخه دغه پوځي ادعا نۀ ده تصديق شوې.

امريکائي اؤ افغان چارواکي تور لگوي چې ددغو عملياتو څخه دافغان طالبانو ډله حقاني نيټ ورک بچ وتلې .

پاکستان دا مني چې کيدى شي دعملياتو څخه دمخه شمالي وزيرستان څخه ځينې تندلاري تښتيدلي وي خو وائي چې هغوي دټولو ترهه گرو خلاف دکوم فرق نه بغير کارروائي ترسره کوي.

ځانګړې ویډیوګانې

ماهرین په کور د ساتل شوو څاروو د ښه صحت دپاره شنه ګیاه اهمه بلي
please wait

No media source currently available

0:00 0:01:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG