دتحريک انصاف اؤ عوامي تحريک له لوري اسلام اباد کې دجاري احتجاج په تناظر کې نن په دوهمه ورځ هم دپارليمنټ ددواړو ايوانونو شريکه غونډه کې دملک په موجوده کړکيچن سياسي صورتحال غور شوى اؤ اپوزيشن گوندونو وزيراعظم نواز شريف ته داستعفا نۀ ورکولو مشوره ورکړې.
په موجوده صورتحال دخبرو په مهال دعوامي نيشنل پارټۍ سينيټر زاهد خان وويل پوځ ته پکار دي چې څوک يې په سياست کې ککړوي ورته دخاموش کيدو غږ وکړي.
هغه وويل ددغه بحران په مهال دسرکاري ټي وي په گډون په کوم چينل دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو په حواله خبر نۀ دى ورکړل شوى.
هغه وويل که چرې ائين ختم کړل شو نو پاکستان ته به دوهم ائين ورکوونکى څوک نۀ وي.
هغه تور ولگولو چې تر ټولو زيات د"غلا" انتخابات خيبرپښتونخوا کې شوي اؤ وې وئيل چې " مونږ به جنازې چتولې اؤ هغوي به اليکشن کولو" اؤ دملک يو سياسي گوند هم ددې يادونه نۀ ده کړې.
هغه وويل گڼي چې دجمهوريت نه بغير دا ملک نۀ شي بچ کيدى اؤ دمعاملو دهواري لپاره هم پارليمنټ تر ټولو غوره فورم دى ، خو په دې خبره افسوس کوي چې ١٤ مياشتې پس شريکه غونډه رابلل شوې.
زاهد خان وويل " مونږ دوزيراعظم سره ولاړ يو، هغه به په يو صورت کې هم استعفي نۀ ورکوي ځکه چې پارليمنټ دهغه سره دى"
زاهد خان وويل وزيراعظم دې دځان سره سياسي خلک کښيني اؤ يواځې پنجاب دې پاکستان نۀ گڼي.
هم دغه شان دنيشنل پارټۍ مشر حاصل بزنجو وويل " نن ويل کيږي چې پاکستان دډيرو مشکلاتو سره مخ دى اؤ دغسې وئيل سم نۀ دي ځکه چې دا زمونږ جمهوري رويه ده چې دهرنا ورکوونکي اسلام اباد ته پريښودل شول اؤ اوس هغوي زمونږ لپاره مشکلات پيدا کوي. "
هغه وويل دپارليمنټ هاؤس نه دهديرې جوړولو دخبرو کوونکو سياست به هم په دغه پارليمنټ کې ښخ کړي.
همدغه شان دقومي وطن پارټۍ مشر افتاب احمدخان شيرپاؤ وويل دهغوي اصل مصيبتونه کډوال اؤ دترهه گرو خلاف جنگ دى کوم چې شاته تللي دي اؤ ددغو ستونزو دهواري پځايې نن دپارليمنټ هاؤس نه بهر تماشه لگيدلې ده.
هغه وويل جمهوريت ورته دا سبق نۀ ورکوي چې ديوې صوبې وزيراعلي اؤ نور وزيران دې دسرکاري پروټوکول سره په جمهوريت حمله وکړي.
افتاب شيرپاؤ وويل " کله چې دپارليمنټ شريکه غونډه شروع شوه نو دواړه روڼه( طاهرالقادري اؤ عمران خان) يوځايې شول ، ددغو دواړو روڼو ترمينځ لندن کې سازباز شوى ؤ"
هغه وويل " دنوي پاکستان اسکرپټ کوو نکى دپخواني پاکستان ؤ اؤ گڼل يې چې گنې ملک کې اوس هم د٩٠ء دلسيزې سياست چليږي"
هغه وويل دواړه روڼه( طاهرالقادري اؤ عمران خان) عمران خان اؤ طاهرالقادري دې دا خبره دزړۀ نه وباسي چې گنې وزيراعظم به ورته استعفي ورکړي ځکه چې داستعفي اختيار اوس دوزيراعظم سره نۀ بلکې پارليمنټ سره دى.
هغه وويل نوازشريف پخپله کرسۍ ناست دى اؤ په دغه کرسۍ به تر څلورو کلونو پورې هم دغه شان ناست وي.
هغه وويل په پي ټي وي اؤ خبريالانو دحملې، په وزيراعظم دباور نۀ کوونکو غندنه کوي.
هغه وويل ډنډې په لاس خلک په مختلفو ادارو حملې کوي اؤ داخله وزير وائي چې هغوي ددغو خلکو دمخنيوي لپاره څه وکړي.
شيرپاؤ وويل داخله وزير ته وئيل غواړي هغوي ورسره ولاړ دي اؤ دغه خلک دې ددې ځايې نه وباسي.
دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ پخپل خطاب کې وويل چې " محترم سپيکر صيب تا هاغه چاته دخبرو کولو اجازت ورکړو چاچې استعفي ورکړه"
اچکزئ وويل په پارليمنټ حمله سم گام نۀ ؤ ، خو په پاکستان سيکرټريټ کې خلک دډنډو سره موجود دي" زۀ ستا اؤ دخورشيد شاه ضمانت غواړم"
اچکزئ وويل غواړي چې ديو داسې قرارداد منظوري ورکړل شي چې پکې په پارليمنټ، پي ټي وي، اؤ سيکرټريټ شوې حملې غيرائيني وگرځول شي اؤ هر څوک پرې لاسليکونه وکړي.
دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر وويل چې دپي ټي ائي سره تر هاغه وخته خبرې نۀ دي کول پکار ترڅو چې هغوي په دغه قرارداد لاسليک نۀ وي کړى.
هغه وويل که چرې عمران خان اؤ قادري په رښتيا يو موټى نۀ وي نو پکار ده چې پرون دهغوي ترمينځ دلاس دملاهلو ترديد وشي.
دجمعيت علماء اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان وويل شاه محمود قريشي وئيل چې هغه دخنډ دختمولو اراده لري، سوال دا نۀ دى چې ايا هغه سم ؤ که غلط بلکې پوښتنه دا ده چې ايا هغه نن په ايوان کې دخبرو حق لرلو که نه؟
فضل الرحمان وويل غواړي چې سپيکر ايوان ته دپي ټي ائي دغړو دراتللو په اړه راولاړ شوي شکونه پاک کړي اؤ پوښتنه يې راولاړه کړه چې ايا دهغوي راتگ قانوني ؤ؟.
مولانا فضل الرحمان دتحريک انصاف له لوري په ورکړل شوؤ استعفي گانو دتنقيد په مهال وويل چې دغه گوندونه دپارليمنټ دخوځولو لپاره استعفي گانې ورکوي اؤ وې وئيل دکومو غړو نه چې په زوره استعفي گانې اخستل شوي دهغې تحقيقات کيدل پکار دي.
همدغه شان داپوزيشن مشر خورشيد شاه پخپل خطاب کې وويل نواز شريف دخپل نوم نه هم ډير شريف دى اؤ زياته يې کړه چې په دې خبره مننه ادا کوي چې وزيراعظم نواز شريف دهغه په غوښتنه دپارليمنټ گډه غونډه راوغوښته.
خورشيد شاه وويل دوزيراعظم داستعفي نۀ ورکولو په اړه پارليمنټ يو شريک قرارداد منظور کړى دى.
خورشيد شاه وويل دا دايوان فتح ده چې دپي ټي ائي يو مشر راغلى اؤ وې وئيل چې دهغه گوند دپارليمنټ خلاف په کوم سازش کې نۀ دى ککړ.
هغه وويل اوس په ډاگه شوه چې پي ټي ائي دپي اى ټي خلاف ده.
خورشيد شاه وويل طاهرالقادري ائين اؤ جمهوريت نۀ مني ، پي اى ټي يو سياسي گوند نۀ دى اؤ دغه ډله ناپاکې ارادې لري.
خورشيد شاه وويل چې هغوي گڼي چې پارليمنټ گټلې ده.
خورشيد شاه وويل دپي ټي ائي مشر شاه محمود قريشي ايوان کې دخبرو کولو اجازت ورکول دائين اؤ جمهوريت مطابق ؤ اؤ زياته يې کړه چې پرون جاويد هاشمي ته هرکلى وئيل شوى ؤ.
هغه وويل چې " مولانا صيب مونږ ته غبرگ معيار خپلول نۀ دي پکار" ، هغه وويل " مولانا صيب ايوان ته دخطاب لپاره دجاويد هاشمي په رارسيدو دې اعتراض ولې نۀ ؤ کړى ؟ "
خورشيد شاه وويل شاه محمود قريشي په عوامي تحريک فردجرم ولگولو اؤ لاړى اؤ زياته يې کړه چې قريشي په حمله کې عوامي تحريک ذمه واري گرځولى.