په ١١م ستمبر کال ٢٠٠١ء کې په امريکا دشوؤ ترهه گريزو حملو نه پس شروع شوي دترهه گرۍ دمخنيوي نړيوال جنگ کې ددغو حملو دذمه وار تنظيم القاعده توان ته دضربې رسولو ترڅنگ ددغه خونړۍ ډلې مشر اسامه بن لادن هم وژل شوى دى.
ديوې لسيزې نه تر زياتې مودې دترهه گرۍ دمخنيوي په جگړه کې دائتلافي پاتې شوي ملک پاکستان چارواکي دعوه کوي چې په دغه جگړه کې يې دخپلو پوځيانو،پوليسو اؤ اولسي وگړو په گډون ٥٠ زره کسان بائيللي اؤ ورته داربونو ډالرو نقصان رسيدلى دى.
دپاکستان دخارجه دفتر ترجمانې تسنيم اسلم دزيارت په ورځ اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال وئيلي دي چې ملک يې ډير واضحه دريځ لري اؤ هغه دا چې اسلام اباد دهرشان ترهه گرۍ خلاف دى، هغې وويل دپاکستان پوځ دترهه گرو خلاف اپريشن شروع کړى اؤ تندلارو خلاف بغيردفرق نه کارروائي کوي.
شمالي وزيرستان کې دپوځي کارروايۍ دشروع کيدو نه پس افغان اؤ امريکائي چارواکو تورونه لگولي وؤ چې ددغو عملياتو نه دحقاني دډلې جنگيالي بچ وتلي اؤ تر دې چې افغان چارواکو دا هم وئيلي وؤ چې پاکستان دغه ډلې ته خوندي لاره ورکړې
پاکستان چارواکي دا خبره مني چې کيدى شي شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دپوځيانو په لويه پيمانه دنقل وحرکت په وجه ترهه گر خبر شوي اؤ دسيمې نه وتلي وي خو ددې خبرې سره اتفاق نۀ کوي چې گنې په دغه پوځي کارروايۍ کې يې دښو اؤ بدو ترهه گرو ترمينځ فرق اوس هم برقراره ساتلى.
په امريکا دترهه گريزو حملو د١٣ؤ کلونو وروستو اوس دعراق اؤ شام په مختلفو برخو قابضه تندروه سُني ډله داعش دنړيوالې سلامتۍ لپاره يوه ستره خطره گرځول کيږي.
دامريکا صدر براک اوباما ددغه ډلې خلاف دخپلو ائتلافيانو سره په شريکه دنوي مهم شروع کولو اراده څرگنده کړې ده.
اوس اوس داسې معلومات ترلاسه شوي وؤ چې دپاکستان خيبرپښتونخوا صوبه کې په پښتو اؤ دري ژبو کې ليکل شوي پمفلټونه ويشل شوي وؤ چې پکې دداعش تعارف اؤ دهغوي غرضونه اؤ مقصدونه بيا کړل شوي وؤ.
داسې اندازې څرگندې شوي چې اوس مهال مينځني ختيز لپاره خطره گڼل کيدونکې دغه ډله دپاکستان مخه هم کولى شي.
خو دخارجه دفتر ترجمانې تسنيم اسلم وويل چې پاکستان ددې خبرې نه قطع نظر چې دغه څوک دي دټولو ترهه گرو خلاف کارروايۍ کوي"ترڅو چې ستاسو ددې سوال تعلق دى چې دلته دا ډله موجوده ده که نه؟ دې لړ کې ماته علم نشته اؤ نۀ يې هم حکومت پخلى کړى دى"
دپاکستان پوځ دجن په نيمائي کې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو کارروائي شروع کړې چې پکې تر دې مهاله د٩٥٠ؤ ترهه گرو دوژل کيدو اؤ هغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه شوې ده.