لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو پوځ سره نښته کې دخپل لوړپوړي کمانډر دوژل کيدو پخلى کړى


 دټي ټي پي وياند شاهدالله شاهد پخلى کړى دى چې کمانډر گل حسين افغانى دوه ورځې وړاندې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په بويه نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوى دى.
دټي ټي پي وياند شاهدالله شاهد پخلى کړى دى چې کمانډر گل حسين افغانى دوه ورځې وړاندې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په بويه نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوى دى.

دپاکستاني طالبانو تحريک دخالي په ورځ وئيلي دي چې هغوي شمالي وزيرستان کې پاکستاني پوځيانو سره نښته کې خپل يو لوړپوړى کمانډر گل حسين افغاني بائيللى دى.

دټي ټي پي وياند شاهدالله شاهد پخلى کړى دى چې کمانډر گل حسين افغانى دوه ورځې وړاندې دشمالي وزيرستان ايجنسۍ په بويه نومې سيمه کې امنيتي ځواکونو سره نښتو کې وژل شوى دى.

کمانډر حسين دافغانستان دکابل ښار سره تعلق لرلو اؤ هغه څه موده وړاندې دافغانستان ديو زندان نه خوشې کړل شوى ؤ.

په يو بيان کې شاهد وائي چې دټي ټي پي دمحسود ډلې اؤ مقامي طالبانو په شريکه حمله کړې وه اؤ امنيتي ځواکونو ته يې زيات تاوان اړولى ؤ.

هغه وويل ددغه کارروايۍ په مهال طالب جنگيالو دايجنسۍ په ځينو علاقو قبضه کړې اؤ وسله اؤ نور سازوسامان يې نيولى.

ټي ټي پي دخپل وژل شوي کمانډر عکسونه هم جاري کړي چې پکې ښودل کيږي دهغوي مشر مُلا فضل الله په کوم نامعلوم مقام دهغه دجنازې نمونځ ادا کوي.

پاکستاني پوځيانو سږکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې په لويه پيمانه عمليات پيل کړي وؤ چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول اؤ پاکستاني طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه ديوې حملې ذمه واري قبوله کړه.

پوځ وائي چې دجنگي الوتکو اؤ گن شپ هيلي کاپټرو په ملاتړ دجنگيالو په ضد دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله د١٠٠٠ؤ نه زيات ترهه گر وژل شوي خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دغه دعوه نۀ شي تصديق کيدى.

خو دټي ټي پي وياند دپوځ دغه دعوه رد کړې اؤ وئيلي يې دي چې پوځ په دغه کارروايۍ کې دناکامۍ سره مخ دى اؤ مطبوعاتي څانگه ائي ايس پي ار دخلکو دبې لارې کولو هڅه کوي.

شاهد دپوځ له لوري طالبانو ته دمرگ ژوبلې اړولو، دشمالي وزيرستان په علاقو دقبضې کولو، دطالبانو دکمانډ اؤ کنټرول سيسټم دتباه کولو اؤ دپاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسفزئ حمله کې دککړو ټي ټي پي دجنگيالو دنيولو دعوې هم رد کړې.

ډجي ائي ايس پي ار ميجر جنرل عاصم باجوه له دې وړاندې وئيلي وؤ چې په ملالې يوسفزئ حمله کې ککړ دطالبانو يوه ١٠ کسيزه ډله چې شورا به ورته وئيل کيده نيول شوې ده، هغه دا هم وئيلي وؤ چې دطالبانو مشر مُلا فضل الله په ملالې دحملې حکم کړى ؤ.

طالب وياند شاهدالله وويل " دطالبانو مرکزي کمانډ سيسټم په مکمله توگه محفوظ اؤ فعاله دى اؤ په کاميابۍ سره دپاکستاني پوځ په هدفونو حملې کوي"

هغه دعوه وکړه چې طالبانو دجهازونو ضد يو ميزائيل په ذريعه دپوځ يو جهاز هم رانسکور کړى دى.

دټي ټي پي وياند دا هم وئيلي چې کراچۍ کې په جعلي مقابلو کې گڼ شمير دټي ټي پي بنديان وژل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG