دافغانستان رخصتيدونکي صدر حامد کرزي دنهې په ورځ وئيلي دي چې افغانستان کې ثبات دامريکا اؤ پاکستان په مخلصو کوششونو اډاڼه لري اؤ بهرنيان يې افغانستان کې په موجوده تشدد تورن کړي دي.
کابل کې پخپله وروستۍ وينا کې صدر حامد کرزي امريکا سره په دوه اړخيز امنيتي تړون دغيرموافقت په اړه وويل " ما لويې مشورتي جرگې ته وئيلي چې دافغانستان ثبات په امريکا اؤ پاکستان اډاڼه لري، که هغوي په حقيقت کې خواهش ولري نو افغانستان کې امن ټينگيدى شي"
ټاکل شوې دسږکال تر پايه به افغانستان څخه زياتره بهرني ځواکونه اوځي اؤ واشنگټن غواړي چې افغان پوځيانو ته دتربيت اؤ دالقاعده دجنگيالو خلاف کارروائيو کې ملاتړ لپاره خپل لږډير عسکر د٢٠١٤م نه پس هم په دغه هيواد کې وساتي.
خو ددې لپاره دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون ( بي ايس اى) لاسليک ضروري دى.
صدر حامد کرزي په دغه تړون دلاسليک کولو څخه انکار کړى اؤ وئيلي يې وؤ په دغه تړون دلاسليک کولو يا نۀ کولو پريکړه به دصدارتي انتخاباتو په نتيجه کې ټاکل کيدونکي نوي افغان صدر ته کول وي.
دافغانستان دواړو صدارتي کانديدانو اشرف غني اؤ ډاکټر عبدالله په دغه تړون دلاسليک کولو اراده څرگنده کړې وه.
حامد کرزي تور ولگولو چې افغانستان دجگړې مقصد دبهرنيانو گټو ته وده ورکول دي چې افغانان يې يو دروند قيمت ادا کوي اؤ وې وئيل چې دهغه حکومت دروان تشدد خاتمې لپاره سختې هڅې کړي دي،کرزي په دغه موقع دخپل اقتدار په موده کې پاکستان ته دخپلو ٢٠ؤ دورو لوري ته هم اشاره وکړه.
حامد کرزي وويل" مونږ دثبات دبحالولو زياته هڅه وکړه، خو دامريکا له لوري دلته دامن نۀ غوښتو يوه وجه دا ده چې هغوي خپله ايجنډا اؤ مقصدونه لري"
که هر څو حامد کرزي ددې نور وضاحت ونۀ کړو خو په تيرو وختونو کې يې اشاره ورکړې چې افغانستان کې دوامداره تشدد دامريکا له لوري په دغه ملک کې داډو دساتلو بهانه ده.
حامد کرزي په دغه موقع په پاکستان دافغانستان دخارجه تگلارې دکنټرول کولو تور هم ولگولو.
هغه وويل پاکستان دډيورنډ کرښه دنړيوالې پولې په توگه ليدل اؤ دافغانستان په خارجه تگلاره اثر غواړي ، خو هغه ورته په سختۍ سره انکار کړى
هغه وويل " نن يوځل بيا زۀ تاسو ته وايم چې افغانستان کې جنگ زمونږ جنگ نۀ دى بلکې په مونږ نافذ کړل شوى اؤ مونږ يې ښکار يو "
حامد کرزي وويل تر هغې به( افغانستان کې) امن نۀ راځي ترڅو چې امريکا يا پاکستان دغسې ونۀ غواړي.
په نزدې کلونو کې کرزئ په فضائي بريدونو کې دافغان اولسي وگړو په وژل کيدو اؤ پرته له مقدمو دشکمنو افغان جنگيالو بنديانو په ساتلو هم په امريکا نيوکه کړې.
دواشنگټن اؤ کابل ترمينځ اړيکې سږکال هاغه وخت زياتې تاؤژنې شوې چې حامد کرزي امريکا سره په دوه اړخيزه امنيتي تړون دلاسليک کولو څخه انکار وکړو.
افغان مشران باور کوي چې زياتره افغان طالب مشران په پاکستان کې پټ دي اؤ حامد کرزي دخپلې وينا په مهال په ډاگه کړه چې پاکستان ته يې دجنگ دختمولو لپاره دمذاکراتو په ذريعه دهواري راويستو په غرض ٢٠ دورې کړې خو هڅې يې بريالۍ نۀ شوې.
دکرزي په دغو څرگندونو په کابل کې موقعيت لرونکو دامريکا اؤ نۀ هم دپاکستان سفارت خارنو په فوري توگه خپل ردعمل ښودلى.
په ٢٠٠١ء کې دامريکا له لوري دطالبانو دحکومت دتختې اړولو راپديخوا حامد کرزى پرله پسې دافغانستان صدر پاتې شوى ؤ اؤ اؤ افغانستان ائين هغه ته په دريم ځل دصدرجوړيدو اجازه نۀ ورکوله.
د ښاغلې کرزي د وینا تور تفصیل کابل نه د وائس اف امریکا ډیوه ریډیو خبریال کمال سادات رپورټ کې دلته اوریدی شیۍ: