دپاکستان سترې محکمې دحکومت مخالفه گوند پاکستان تحريک انصاف داسحاق خاکواني له لوري دوزيراعظم نوازشريف دنااهله گرځولو لپاره جمع کړل شوى يو درخواست داوريدنې لپاره منظور کړر دى.
په ٢٩م ستمبر به دپاکستان چيف جسټس ناصرالملک په مشرۍ يو بينچ ددغه درخواست اوريدنه کوي.
دپاکستان تحريک انصاف(پي ټي ائي) دکورکميټۍ غړي اسحاق خاکواني دخپل وکيل په ذريعه دوزيراعظم نواز شريف دنااهلۍ لپاره ستره محکمه کې يو درخواست جمع کړى.
په دغه درخواست کې دريځ خپل کړى چې وزيراعظم نواز شريف دمخالفو گوندونو اؤ حکومت ترمينځ دجوړجاړي راوستو لپاره پوځ ته دمينځگړي اؤ ضمانتي د کردار ادا کولو دوينا نه په انکار کولو قومي اسمبلۍ کې دروغ وئيلي وؤ ځکه نو هغه دائين په ارټيکل ٦٢م اؤ ٦٣م پوره نۀ خيژي اؤ نااهله دې وگرځول شي.
درخواست کې وئيل شوي چې وروستو دپوځ يو وياند پخلى کړى ؤ چې حکومت دسياسي بحران حل کولو لپاره پوځ ته دکردار ادا کولو وينا کړې وه، چې ترې په ډاگه کيږي چې نواز شريف دپوځ په اړه ددروغو بيان ورکړى ؤ اؤ ضروري ده چې دائين دارټيکل ٦٢م لاندې يې په خلاف کارروائي وکړل شي.
دائين ددغه ارټيکل لاندې که چرې دپارليمنټ يو غړى دانا،متقي ،ايماندار اؤ امين نۀ وي نو هغه نااهله گرځول کيدى شي.
دا خبره ديادولو ده چې دسترې محکمې پخواني چيف جسټس افتخار محمدچوهدري دملک په تاريخ کې تر زياتې مودې وزيراعظم پاتې شوى دپيپلز پارټۍ وزيراعظم يوسف رضا گيلاني هم دپارليمنټ دغړيتوب لپاره نااهله گرځولى ؤ چې ورسره هغه دوزيراعظمۍ نه هم لاسونه وينځلي وؤ.
دوزيراعظم خلاف سترې محکمې دنااهلۍ ددغه درخواست داوريدنې منظوري په داسې حال کې ورکړې چې اسلام اباد کې دتيرې تقريباً يوې نيمې مياشتې راهسې دحکومت مخالفو سياسي گوندونو پاکستان تحريک انصاف اؤ پاکستان عوامي تحريک له لوري دنوازشريف دحکومت خلاف احتجاج روان دى اؤ دهغه نه دمستعفي کيدو غوښتنه کوي، ځکه چې هغوي دريځ لري نوازشريف د٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې ددهاندلۍ په ذريعه اقتدار ته رسيدلى.
نوازشريف انتخاباتو کې ددهاندلۍ دتورونو تحقيقاتو لپاره ديوجوډيشل کميشن دجوړولو تجويز هم وړاندې کړى خو دپي ټي ائي مشر عمران خان دغه کميشن په دې وئيلو سره رد کړى چې دنوازشريف په موجودگۍ کې ازادانه تحقيقات نۀ شي کيدى اؤ هغه دې استعفا ورکړي.
خو وزيراعظم نوازشريف دريځ لري چې هغه د١٨ کروړه اولس منتخب وزيراعظم دى چې ورته په پارليمنټ کې دموجودو يو نه بغير دټولو سياسي گوندونو حمايت هم حاصل دى اؤ دڅو زرو کسانو په غوښتنه به استعفا نۀ ورکوي.
دپاکستان طاقتور پوځ (چې تر زياته وخته يې دحکومت واگې پخپلو لاسونو کې پاتې شوي) دنوازشريف حکومت ته وئيلي چې هغه دې زر تر زره اسلام اباد کې روان سياسي بحران حل کړي.
ځينې تجزيه کار گڼي چې اسلام اباد کې روانو دغو حکومت مخالفو احتجاجونو ته دپوځ خفيه ملاتړ ترلاسه دى خو پوځ وائي په جمهوريت باور لري اؤ په سياسي کړکيچ کې دهغوي ککړول بدبختي ده.