لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان به يواځې نۀ پريږدو،ډيوډ کيمرون


 دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون دجمعې په ورځ په يوه غيراعلانيه دوره دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى.
دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون دجمعې په ورځ په يوه غيراعلانيه دوره دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى.

برطانوي وزيراعظم ډيوډ کيمرون نوي افغان صدر اشرف غني ته باور ورکړى چې برطانيه به تل دافغانستان يو مضبوط شراکت دار اؤ يو ښه ملگرى وي.

دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون دجمعې په ورځ په يوه غيراعلانيه دوره دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلى.

افغانستان کې دصدارتي انتخاباتو اؤ سياسي کړکيچ حل کيدو اؤ داشرف غني دصدر جوړيدو نه پس ډيوډ کيمرون لمړى لويديز مشر دى چې افغانستان ته رسيدلى دى.

صدر اشرف غني سره دليدنې وروستو يو گډ مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال برطانوي وزيراعظم وويل دهغه هيواد افغانستان کې ثبات راوستو کې دمرستې په مهال دروند قيمت ادا کړى.

هغه وويل " دالقاعده نه پاک افغانستان زمونږ په قومي گټه دى اؤ دافغانستان په گټه هم اؤ اوس د١٣ؤ کلونو نه پس افغانستان دخپلې سلامتۍ لپاره پخپله کردار ادا کولى شي اؤ ورته کول دي "

ډيوډ کيمرون وويل " مونږ دا ملک يواځې نۀ پريږدو، برطانيه کې به تاسو ته تل يو مضبوط شراکت دار اؤ يو ملگرى ترلاسه کيږي"

هغه افغان مشرانو سره په گډه دکار کولو اراده څرگنده کړه.

کيمرون افغانستان کې دپرمختگ يادونه وکړه اؤ وې وئيل چې دافغانستان اولس ديو موثره اؤ جائز حکومت مستحق دي کوم چې به دهغوي اؤ دهغوي دکورنو لپاره يو غوره مستقبل ته لاره هواره کړي.

هغه وويل " مونږ په شريکه افغانستان محفوظ کړى، مونږ برطانيه محفوظه کړې"

هغه وويل يقيناء چې نوي افغان ملي حکومت ته زيات چيلنجونه مخې ته پراتۀ دي خو صدر غني اؤ چيف ايگزيکټيو عبدالله قيادت ښودلى کوم چې به ديو غوره افغانستان جوړولو لپاره ضروري وي.

کيمرون وويل اوس افغانستان ته بيا دجنگ لپاره درطانيې دبيا تللو امکان نشته ځکه چې اوس يو موثره پوځ اؤ پوليس عسکر پځايې دي.

هغه وويل برطانوي پوځونه افغانستان سره اوږه په اوږه ولاړ پاتې شوي دي.

همدغه شان افغان صدر اشرف غني په دغه موقع وويل چې افغانستان کې ميشتوؤ دنيټو عسکرو نړۍ يو خوندي ځايې جوړ کړى دى.

غني وويل دهاغو کورنو مننه ادا کول غواړي چې خپل عزيزان يې بائيللي دي اؤ زياته يې کړه چې "هغوي دافغان ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ وؤ اؤ مونږ به يې ياد ساتو"

داشرف غني دصدر جوړيدو نه پس افغانستان امريکا سره په يو دوه اړخيزه امنيتي تړون لاسليک کړى چې ترمخه به يې تقريباً لس زره امريکائي پوځيان د٢٠١٤م نه پس هم افغانستان کې ايسار وي.

جون کې دترسره شوؤ صدارتي انتخاباتو په دوهم پړاؤ کې دټگۍ دتور لگولو سره عبدالله عبدالله دټولټاکنو دنتيجو منلو نه انکار کړى ؤ، په دوهم پړاؤ کې اشرف غني ته برتري ترلاسه وه.

وروستو دامريکا په مينځگړتوب دملگرو ملتونو په څارنه کې داتياوؤ لکو دووټونو دشميرنې عمل مکمل شوى اؤ ددواړو صدارتي کانديدانو ترمينځ داقتدار دشراکت تړون ترسره شوى، دکوم لاندې چې اشرف غني دافغانستان نوى صدر اؤ عبدالله عبدالله دملک چيف ايگزيکټيو گرځول شوى، دغه عهده دوزيراعظمۍ برابر ده.

افغانستان کې دطالبانو په ضد غيرملکي پوځي ائتلاف کې دامريکا نه پس برطانيه دوهم لويې ملک دى چې دټولو نه زيات پوځيان يې دغلته د٢٠٠١ء راهسې دترهه گرۍ خل جنگ لپاره موجود دي.

په دغه جنگ کې تر دې مهاله دڅلور نيمو سوؤ نه زيات برطانوي پوځيان وژل شوي، برطانوي پوځونه به هم دسږکال اخره کې دنورو غيرملکي پوځيانو سره افغانستان نه وطن ته ستنيږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG