لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې ٢عيسايان دقران دبې حُرمتۍ په تور ووژل او وسوځول شو


 دغه پيښه دلاهور جنوب لويديز لوري ته ٦٠ کلو ميټره لرې په کوټ رادها کرشن سيمه کې رامينځته شوې اؤ په پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تور داقليتونو خلاف دتشدد يو تازه مثال دى.
دغه پيښه دلاهور جنوب لويديز لوري ته ٦٠ کلو ميټره لرې په کوټ رادها کرشن سيمه کې رامينځته شوې اؤ په پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تور داقليتونو خلاف دتشدد يو تازه مثال دى.

پوليس وائي چې دنهې په ورځ دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې پاريدلو قهرژنو خلکو دقران پاک په شکمنې بې حُرمتۍ کولو عيسائي ښځه اؤ خاوند په وهلو وهلو وژلي اؤ بيا يې دهغوي مړي دښختو په هاغه بهټۍ کې سوځولي چې هغوي پکې کار کولو.

دغه پيښه دلاهور جنوب لويديز لوري ته ٦٠ کلو ميټره لرې په کوټ رادها کرشن سيمه کې رامينځته شوې اؤ په پاکستان کې دمذهب دسپکاوي په تور داقليتونو خلاف دتشدد يو تازه مثال دى.

دمقامي پوليسو دتاڼې يو چارواکي بن يامين ددغه پيښې په اړه اى ايف پي ته وويل چې " دپاريدلو خلکو يوې ډلې دقران پاک په حُرمتۍ دتورنولو وروستو په هغوي حمله وکړه اؤ وروستو دهغوي مړي دښختو په هاغه بهټۍ کې وسوځول چې هغوي به پکې کار کولو"

هغه زياته کړه چې " تيره ورځ سيمه کې دقران پاک دبې حُرمتۍ يوه پيښه رامينځته شوه اؤ نن پاريدلو خلکو لمړى دغه جوړه ووهله اؤ وروستو يې دهغوي مړي دښختو په بهټۍ کې وسوځول"

دپوليسو يو بل چارواکي هم ددغه پيښې پخلى کړى دى.

دوژل شوؤ کسانو پيژندگلو يواځې دشمع اؤ شهزاد په نومونو سره شوي اؤ ددغو دواړو وادۀ شوى ؤ.

دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف ددغه عيسائي جوړې دوژل کيدو نه پس دتحقيقاتو لپاره يوه درې کسيزه کميټي جوړه کړې اؤ په ټوله صوبه کې يې دعيسايانو اکثريتي سيمو کې دحفاظتي گامونو دتُندولو امر کړى.

په پاکستان کې دمذهب سپکاوى زياته حساسه معامله ده چې په دغه ملک صرف کې دمذهب دسپکاوي په تورونو لگولو هم په زرگونو خلک راپاڅي اؤ هغوي قانون پخپلو لاسونو کې اخلي اؤ دمذهب په سپکاوي تورنو خلکو ته پخپله سزاگانې ورکوي.

په دغه ملک کې په يوې بلې عيسائي ميرمن عاصيه بي بي هم خلکو دمذهب دسپکاوي تور لگولى ؤ اؤ هغې ته دمرگ سزا اورول شوې وه.

همدغه شان سږکال دجنورۍ مياشت کې يو ذهني مريض برطانوي تن ته دمرگ سزا اورول شوې وه اؤ هغه تيره مياشت دزندان يو ساتونکي په ډزو ويشتلى اؤ وژلى ؤ.

دپنجاب پخوانى گورنر سلمان تاثير هم خپل محافظ ممتاز قادري اسلام اباد کې په رڼا ورځ دنورو محافظانو په موجودگۍ کې په ډزو ويشتلى اؤ قتل کړى ؤ اؤ ددې ترڅنگ داقليتونو پخوانى وفاقي وزير شهباز بهټي هم ددغه شان پيښې ښکار شوى ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG