لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان چين سره داربونو ډالرو په ٢١ؤ تړونونو لاسليکونه کړي


 ددواړو ملکونو ترمينځ تهر نه د پينځه شپيتۀ لکه ميټرک ټنه کوئيلې دراويستو تړون هم ترسره شوى.
ددواړو ملکونو ترمينځ تهر نه د پينځه شپيتۀ لکه ميټرک ټنه کوئيلې دراويستو تړون هم ترسره شوى.

دچين په سفر تللي پاکستاني وزيراعظم ميا نواز شريف خپل چيني سيال لي کيانگ اؤ دچين صدر شي جنگ پنگ سره بيجنگ کې ليدنه کړې اؤ هغوي سره يې دسيمې په صورتحال اؤ دوه اړخيزو اړيکو خبرې اترې کړي دي.

په دغه موقع دپاکستان اؤ چين ترمينځ دڅلورو اربو ډالرو په ٢١ؤ تړونونو لاسليکونه هم شوي چې پکې بهاؤلپور کې قائداعظم سولر پارک کې دشمسي انرژۍ پيدا کولو، ساهيوال کې دکوئيلې نه يو زر درې سوه شل ميگاواټه بجلي ، اوبو نه د٨٧٠ ميگاواټه اؤ هوا نه د١٠٠ؤ ميگاواټو دبجلۍ پيدا کولو تړونونه هم شامل دي.

ددواړو ملکونو ترمينځ تهر نه د پينځه شپيتۀ لکه ميټرک ټنه کوئيلې دراويستو تړون هم ترسره شوى.

دتړونونو لاسليک کولو په دغه دستوره کې دپاکستان اؤ چين وزيراعظمان دواړه موجود وؤ.

دپاکستان اؤ چين ترمينځ ددغو ٢١ؤ منصوبو سره به شپاړس زره پنځۀ سوه اؤ شل ميگاواټه بجلي پيدا کيږي اؤ په دې به درې ديرش نيم بلينه ډالر مصرف راځي.

دواړه خواوې به دمختلفونو سړکونو جوړولو، ريلوى اؤ نورو انفراسټرکچر دپرمختگ په منصوبو هم لاسليکونه کوي.

پاکستاني وزيراعظم سره دچين په دغه دوره کې دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف، وفاقي وزيران خواجه محمد اصف، شاهد خاقان عباسي، احسن اقبال ، دخارجه چارو په اړه دوزيراعظم ځانگړى مرستيال طارق فاطمي هم موجود دي.

چيني وزيراعظم سره دليدلو وروستو نواز شريف ميډيا سره خبرو کې هيله څرگنده کړه چې چين ته به دهغه ددغه دورې سره پاکستان کې دانرژۍ دبحران هواري کې مرسته ترلاسه شي اؤ وې وئيل چې دهغه حکومت ملک کې دانرجۍ دکمي پوره کولو لپاره ژمن دى.

نواز شريف وويل چې چين سره مضبوطې اړيکې دهغوي دخارجه تگلارې مهمه برخه ده اؤ دغه ملک سره مضبوطې اقتصادي اؤ تجارتي شراکت دارۍ ته ليواله دي.

هغه وويل " چيني قيادت چې دکوم جوش اؤ جذبې څرگندونه وکړه ددې به مثبتې نتيجې را اوځي"

نوموړي دچين وزيراعظم ته دپاکستان ددورې دبلنې ورکولو په ترڅ کې وويل چې " تيرو شپاړسو مياشتو کې چين ته زما داا دريم سفر دى اؤ اوس پاکستانى اولس ستاسو ددورې انتظار کوي"

نواز شريف وويل دانرجۍ دستونزې هواري سره به پاکستان کې پرمختيا اؤ خوشحالي راشي اؤ زياته يې کړه چې دغو منصوبو سره به ( اسلام اباد کې دروانو دهرنو په وجه ) دترقۍ په مزه شوى رفتار تُند شي.

هغه وويل دې منصوبو سره به ملک کې دروزگار موقعې پيدا شي اؤ وروستو به دغربت اؤ محرومۍ له مينځه لاړې شي.

له دې وړاندې بيجنگ کې گريټ هال اف دي پيپل ته په رسيدو چيني وزيراعظم لي کيانگ تود هرکلى وويلو.

وزيراعظم به دچين صدر شي جنگ پنگ اؤ نورو چيني مشرانو سره هم ليدنې کوي اؤ ورسره به په سيمه ييز صورتحال اؤ دوه اړخيزو اړيکو خبرې اترې کوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG