لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ټي این ایس ایم صوفي محمد په ٢ نورو مقدمو کې بري


ولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو موجوده مشر مولانا فضل الله سخر هم دی
ولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو موجوده مشر مولانا فضل الله سخر هم دی

د ترهگرۍ خلاف یو خصوصي عدالت د غیرقانونه گرځول شوي تحریک نفاذ شریعت محمدي تنظیم مشر مولانا صوفي محمد د ثبوتونو د نېشت والي په سبب د ترهگرۍ په دواؤ مقدمو کې بري گرځولی دی.

یوه مقدمه د کال ١٩٩۴ د ایف سي یوې کانوائی باندې د حملې په هکله وه چې پکې د ایف سي ځېنې عسکر وژل شوي وو.

دویمه مقدمه هم د کال ١٩٩۴ د ملاکنډ ډویژن په خوازه خیله کې د پولیس په تاڼه د حملې په لړ کې وه. حمله کې یو پولیس وژل شوی وو.

په دواړو حملو کې په مولانا صوفي محمد د ککړتیا الزامات لگول شوي وو. هغه باندې د قتل، اقدام قتل، بغاوت او د ریاست املاک ته د نقصان رسولو مقدمې درج شوي وې.

د مولانا صوفي محمد وکیل عادل مجید ډیوه ریډیو ته وویل مقدمه کې عیني شاهدان خو حاضر شوي وو خو هیڅ چا هم نه خو د صوفي محمد نوم واخیستو او نه د هغه خلاف چا بیان ورکړو.

مولانا صوفي محمد د کال ٢٠٠٩ راهسې په قید کې دی. ددې نه وړاندې هغه په ځېنې نورو مقدمو کې هم بري کړی شوی دی.

د اتوار یا یک شنبې په ورځ په دواؤ مقدمو کې د بري کیدو باوجود به هم مولانا صوفي محمد به بند کې وي.

عادل مجید وویل صوفي محمد باندې کال ٢٠٠٩ کې د مینگورې په گراسي گراونډ کې د حکومت خلاف د تقریر په سر مقدمه لا پاتې ده.

د امنیت د غیر یقیني صورتحال په سبب د مولانا صوفي محمد خلاف د مقدمې اورونه د پیښور په مرکزي زندان کې کولی شي.

د پاکستان د انساني حقوقو تنظیم هیومن رائټس کیمشن اف پاکستان یو چارواکی شیر محمد وايي د مولانا صوفي محمد تنظیم خلاف په هغه وخت ٩۴ مقدمې درج شوي وې خو سم تفتیش يي نه وو شوی او بیا دغه مقدمې ختمی کړی شوې. هغه وايي دغه مقدمې بیا پرانستل شوې دي خو اوس پکې پولیس نه سم تفیش کړی او نه پکې گواهان د ویرې صحیح بیان ورکولی شي.

مولانا صوفي محمد افغانستان کې طالبانو پرضد د امریکائی ځواکونو خلاف جنگیدو دپاره د زرگونو خلکو لښکر هم جوړ کړی وو.

مولانا صوفي محمد د پاکستاني طالبانو موجوده مشر مولانا فضل الله سخر هم دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG