لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ٢٣ جنگيالي وژل شوي


 مډاخيل ، لټکه اؤ باسي خيل سيمو کې دجنگي الوتکو څخه شوې بمبارۍ کې د23ؤ ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه شوي دي.
مډاخيل ، لټکه اؤ باسي خيل سيمو کې دجنگي الوتکو څخه شوې بمبارۍ کې د23ؤ ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه شوي دي.

دپاکستان پوځ وائي دجمعې په ماښام دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې تازه فضائي حملو کې 23 ترهه گر وژلي دي.

مډاخيل ، لټکه اؤ باسي خيل سيمو کې دجنگي الوتکو څخه شوې بمبارۍ کې د23ؤ ترهه گرو دوژل کيدو ترڅنگ دهغوي گڼ شمير ځالې هم تباه شوي دي.

جنگي الوتکو دغه بمبارۍ کې ازبک جنگيالي په نخښه کړي اؤ راپورونه وائي چې وژل شوؤ کې مهم تندروه کمانډر هم شامل دى.

دپوځ ترمخه دغه بمبارۍ کې دترهه گرو وسله اؤ گوله بارود هم تباه شوي دي.

له دې وړاندې شمالي وزيرستان کې نن دوؤ امريکائي ډرون حملو کې دبهرنيانو په گډون ٧ شکمن جنگيالي هم وژل شوي وؤ.

شمالي وزيرستان کې سږکال په ١٥م جون وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل شوي وؤ چې طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري په غاړه واخېسته اؤ دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ مذاکرات ناکام شول.

پوځ دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې يې د 2000ؤ نه زيات جنگيالي وژلي اؤ يواځې ٨٦ؤ پوځيانو پکې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

شمالي وزيرستان کې دپيل کړل شوؤ دغو عملياتو له امله په لکونو کسانو خوندي سيمو ته کډې کړي اؤ پوځ دعوه کوي چې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې يې دشمالي وزيرستان د٩٠ فيصده برخې نه ترهه گر پاک کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG