لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت دمُلا فضل الله په ضد دگامونو باور ورکړى،پرويز خټک

 نوښار کې ميډيا سره دخبرو په مهال دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وويل چې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ خفيه ادارې ائي ايس ائي دمشر افغانسان ته داوسنۍ دورې ښې نتيجې راوتلي اؤ افغان حکومت دترهه گرو په ضد دکوټلو کارروائيو باور ورکړى دى.

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک وئيلي دي دافغانستان اؤ پاکستان ترمينځ دښو اړيکو نتيجه کې به نۀ يواځې دا چې سيمه کې امن ټينگ شي بلکې ورسره به دترهه گرۍ دله مينځه وړلو کې مرسته هم ترلاسه شي.

پاکستان دزياتې مودې راهسې تور لگوي چې دپاکستاني طالبانو مشر مُلا فضل الله دافغانستان کونړ يا نورستان ولايت کې پټ دى خو له دې وړاندې افغان حکومت دريځ لرلى چې کوم بهرني ترهه گر ته پناه ورکول دترهه گرۍ په ضد دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

تيره اوونۍ دافغانستان دپوځ مشر اؤ افغانستان کې دايساف کماندر دپاکستان راولپينډۍ ښار کې دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف سره ليدنه کړې وه اؤ دميډيا راپورونو ترمخه هغه ته يې افغانستان کې دپټو پاکستاني جنگيالو په ضد دگامونو اخستو باور ورکړى ؤ.

نوښار کې ميډيا سره دخبرو په مهال دخيبرپښتونخوا وزيراعلي وويل چې دپاکستان دپوځ دسرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ خفيه ادارې ائي ايس ائي دمشر افغانسان ته داوسنۍ دورې ښې نتيجې راوتلي اؤ افغان حکومت دترهه گرو په ضد دکوټلو کارروائيو باور ورکړى دى.

پرويز خټک وويل دپوځ سرلښکر اؤ ډي جي ائي ايس ائي دافغان پوځ مشر اؤ دايساف کمانډر ته دافغانستان خاورې څخه پاکستان کې دکيدونکې ترهه گرۍ په اړه مهم معلومات ورکړي اؤ ددغو معلوماتو رڼا کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په گډون افغان خاوره کې دپټو طالبانو دمشرانو په ضد افغان حکومت دکوټلې کارروايۍ باور ورکړى.

وزيراعلي وويل ځانگړو پوځي عدالتونو کې به دغيرملکي ترهه گرو په گډون دکالعدم تحريک طالبان اؤ نورو جنگيالو په ضد دمقدمو اوريدنه کيږي، ترڅو ددغو مقدمو پريکړې زې وشي اؤ دغه خطرناک مجرمانه دسزا څخه بچ نۀ شي.

هغه وويل ددوؤ کلونو مخصوصې مودې لپاره جوړو دې عدالتونو کې به يواځې دترهه گرو په ضد دمقدمو اوريدنه کيږي اؤ زياته يې کړه چې دصوبائي حکومت اولنۍ ترجيح صوبه کې دامنيت ټينگښت دى.

پرويز خټک وويل دافغان کډوالو ستونزه يې قومي کانفرنس کې هم راپورته کړې اؤ صوبه کې يې پوليسو ته امر کړى چې غيررجسټرد افغان کډوال دې ونيسي اؤ وفاقي حکومت دې خصوصي کيمپونه جوړ کړي ترڅو دا کډوال دغو کيمپونو پورې محدود کړل شي.

وزيراعلي وويل چې وفاقي حکومت دې دافغان کډوالو لړ کې کوټلي مرسته وکړي اؤ ددې ترڅنگ دې پاکستان، افغانستان اؤ دملگرو ملتونو دکډوالو ادارو پخپل مينځي مشورې سره افغان کډوال په درناوي سره خپل هيواد ته واپس کړي.

پرويز خټک دعوه کړې چې دپيښور په ارمي پبلک سکول دشوې حملې دپلټنو په اړه ډاگيز پرمختگ شوى اؤ امنيتي ځواکونو، پوليسو اؤ قانون نافذونکو ادارو ته لويه کاميابي ترلاسه شوې، دترهه گرو دسهولت کارو په گډون گڼ تندلاري نيول شوي اؤ ددغه پيښې دپلټنو دائر تر افغانستان پورې غځول شوې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG