سرچينې وائي دپاکستان دبلوچستان صوبې دکيچ ضلعې دمند تحصيل څخه ددريوؤ کسانو تشدد ځپلي مړي ترلاسه شوي دي.
دنامعلوموکسانو له لوري دوژل شوؤ دغو دريوؤ کسانو څخه ددوؤ پيژندگلو شوې چې پکې ديو تعلق کيچ اؤ دبل مند تحصيل سره دى.
دوژل شوؤ کسانو مړي يو سيمه ييز روغتون ته رسول شوي اؤ پوليسو دپيښې پلټنې پيل کړي دي.
له دې وړاندې هم دبلوچستان په کيچ سيمه کې دگڼو کسانو مړي ترلاسه شوي اؤ نسبتاً دغه سيمه کې بدامني ده.
دبلوچستان دداخله محکمې ترمخه ٢٠١٤م کې تر دې مهاله دصوبې بيلا بيلو سيمو کې د١٥٠ؤ کسانو مړي ترلاسه شوي دي.
بلوچستان صوبه کې دخلکو دبې درکه کيدو ستونزه دتيرو څو کلونو راهسې دوام لري اؤ اکثره هم ددغو بې درکو کسانو مړي وروستو دصوبې په مختلفو سيمو کې موندل کيږي.
دبې درکه کيدونکو کسانو دکورنۍ غړي اؤ دبشري حقونو ډلو تيرو وختونو کې تور لگولى چې دبې درکه پيښو کې خفيه ادارې لاس لري خو دهيواد خفيه اداره دغه تورونه بې اساسه بللي اؤ ددې ترديد کوي.