لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دهندي ځواکونو په ډزو څلور پاکستانيان مړۀ


 دپوځي بيان ترمخه دسيالکوټ شکرگړهـ سيکټر کې هم دهندي سرحدي ځواکونو په ډزو دوه اولسي وگړي وژل شوي دي.
دپوځي بيان ترمخه دسيالکوټ شکرگړهـ سيکټر کې هم دهندي سرحدي ځواکونو په ډزو دوه اولسي وگړي وژل شوي دي.

پاکستاني عسکري چارواکي وائي چې په ورکنگ باؤنډرۍ دهند دسرحدي ځواکونو له لوري دډزو نتيجه کې څلور پاکستاني وگړي وژل شوي دي.

دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو دڅانگې له لوري دجاري شوي بيان ترمخه دظفروال سيکټر مختلفو سيمو کې دبي ايس ايف له لوري په اولسي ابادۍ دپاريدلو ډزو نتيجه کې دبورچک اوسيدونکى ١٨ کلن ځوان عظيم اؤ سُخمل نومې کلي کې دمبارک علي په نوم ديو تن کورودانې وژل شوې ده.

دپوځي بيان ترمخه دسيالکوټ شکرگړهـ سيکټر کې هم دهندي سرحدي ځواکونو په ډزو دوه اولسي وگړي وژل شوي دي.

دهند له لوري ددغو پيښو په اړه تر دې مهاله کوم غبرگون مخې ته نۀ دى راغلى.

دپاکستان اؤ هند ترمينځ دکشمير په ويشونکې کرښه( لا ئن اف کنټرول) اؤ ورکنگ باؤنډرۍ اوس اوس يوځل بيا تاؤتريخوالي کې زياتوالى راغلى اؤ دواړه هيوادونه په يو بل دپولې دخلاف ورزۍ تورونه لگوي ، تيره اوونۍ هم دغسې پيښو کې ددواړو خواؤ ددريوؤ عسکرو په گډون ٧ کسان وژل شوي وؤ.

2003ء کې ددواړو ايټمي قوتونو ترمينځ په پوله داوربند يو تړون شوى ؤ خو ددې باوجود په پوله دډزو اؤ گوله بارۍ پيښې رامينځته کيږي اؤ د٢٠١٣م څخه وروستو دغو پيښو کې اضافه هم راغلې ده.

په پوله دډزو ددغو پيښو له امله ددواړو هيوادونو ترمينځ اړيکو کې تاؤتريخوالى راغلى چې امريکا پرې هم دانديښنې څرگندونه کړې ده.

دامريکا خارجه محکمې وياندې جين ساکي يوه ورځ دمخه دپاک وهند ترمينځ په پوله دتاؤتريخوالي په اوسنو پيښو دانديښنې څرگندونه کړې وه اؤ هيله يې څرگنده کړې وه چې دواړه هيوادونه به دخپل مينځي ستونزو هواري لپاره دمذاکراتو لاره خپله کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG