دپاکستان سترې محکمې دممبۍ حملو دمنصوبې جوړولو دمقدمې مرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ دختمولو اؤ دهغه دخوشې په اړه داسلام اباد هائيکورټ پريکړه کالعدم گرځولې ده.
دجسټس جواد ايس خواجه په مشرۍ دسپريم کورټ دوه کسيز بينچ دذکي الرحمان لکهوي دخوشې کولو په ضد دوفاق داپيل اوريدنه کړې ده.
داوريدنې په مهال دذکي الرحمان لکهوي لخوا افراسياب ايډوکيټ سپريم کورټ ته وړاندې شو اؤ عدالت څخه يې غوښتنه وکړه چې د مقدمې اوريدنه دې يوولس نيمو بجو پورې وځنډول شي، عدالت دهغه خواست منظور کړى اؤ اوريدنه يې يوولس نيمو بجو پورې ځنډولې وه.
ددمې وروستو جسټس جواد ايس خواجه پخپلو څرگندونو کې وويل په ظاهره دهائيکورټ جج صيب په تُندۍ دنظربندۍ دخاتمې حکم جاري کړى اؤ بايد داسې ولې ونۀ شي چې دا مقدمه بيرته هائيکورټ ته وليږل شي کومه چې به ددواړو خواؤ لپاره غوره وي.
په دې موقع اټارني جنرل وويل هغه هائيکورټ دمقدمې په بيرته ليږلو اعتراض نۀ لري چې له دې وروستو سپريم کورټ دذکي الرحمان لکهوي مقدمه بيرته داسلام اباد هائيکورټ ته وليږله.
سپريم کورټ دذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ ختمولو په اړه دهائيکورټ فيصله کالعدم گرځوله اؤ امر يې وکړو چې داسلام اباد هائيکورټ دې ددواړو خواؤ دمکملو دليلونو اوريدو څخه وروستو تفصيلي فيصله جاري کړي.
٢٠٠٨م کې دهند ممبۍ ښار کې دترهه گريزو حملو څخه وروستو دپاکستان اؤ هند ترمينځ اړيکې زياتې خرابې شوې وې اؤ هند تور لگولى ؤ چې ذکي الرحمان لکهوي دممبۍ دحملو منصوبه جوړونکى ؤ، پاکستان څو کاله دمخه لکهوي دمظفر اباد څخه په بيرته راتللو نيولى ؤ.
خو په تير ١٨م دسمبر اسلام اباد کې په کوثرعباس زيدي مشتمل دترهه گرۍدمخنيوي ځانگړې محکمې دلکهوي ضمانت منظور کړى ؤ اؤ دهغه دخوشې کولو امر يې کړى ؤ.
دهند وزيراعظم نريندرا مودي دلکهوي په ضمانت دتبصرې کولو په مهال عدالتي پريکړه دټولو خلکو لپاره يوه ضربه گڼلې وه.
خو په بله ورځ ذکي الرحمان داډيالې په زندان کې نظربند کړى شو اؤ حکومت دملزم دضمانت سپريم کورټ کې دچيلنج کولو فيصله کړې وه.
داسلام اباد هائيکورټ دممبۍ دحملې دمقدمې دمرکزي ملزم ذکي الرحمان لکهوي دنظربندۍ نوټيفکيشن معطل کړى ؤ.