لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا کې استاذانو ته دوسلې وړلو اجازه


ABŞ prezidenti Barak Obama və Birləşmiş Ştatlar prezidentliyinə ilk qadın namizəd Hillari Klinton
ABŞ prezidenti Barak Obama və Birləşmiş Ştatlar prezidentliyinə ilk qadın namizəd Hillari Klinton

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې حکومت دصوبې د ټولو تعليمي ادارو استاذانو اؤ غيرتدريسي عملې ته دوسلې راوړلو داجازت پريکړه کړې ده ترڅو دکومې ممکنه ترهه گرۍ دپيښې صورت کې هغوي دحمله کوونکو ابتدائي مقابله وکړل شي.

دصوبې داطلاعاتو وزير مشتاق احمد غني ترمخه دا پريکړه دوزيراعلي پرويز خټک په مشرۍ دنهې په ورځ شوې دکابينې غونډه کې شوې ده چې پکې دصوبو دتعليمي ادارو حفاظت لپاره داخستل شوؤ گامونو جاج واخستل شو.

دغونډې څخه وروستو مشتاق غني خبريالانو ته وويل کابينې استاذانو اؤ غيرتدريسي عملې ته دځان سره دلا ئسنس لرونکې وسلې ساتلو داجازت پريکړه دې لپاره کړې چې په تعليمي اداره دکومې ترهه گريزې پيښې صورت کې دپيښې ځايې ته دقانون نافذونکو ادارو دورسيدو څخه دمخه هغوي تر څه وخته دحمله کوونکو په وړاندې مزاحمت وښائي.

هغه وويل حکومت پخپلو لارښوونو کې دتعليمي ادارو انتظاميې ته دسي سي ټي وي کيمرو لگولو، ساتونکو دتعيناتۍ اؤ په بهرنو ديوالونو دازغنو تارونو لگولو تاکيد کړى دى اؤ کومې تعليمي ادارې چې په دې لارښوونو دعمل درامد څخه پرته پرانستل شوې په ضد به يې سخت گامونه اخستل کيږي.

داطلاعاتو صوبائي وزير خبريالانو ته وويل چې دا وخت صوبه کې پينځه شپيته زره پوليس عسکر موجود دي کوم چې دمعمول دذمه وارو دترسره کولو ترڅنگ صوبه کې سکولونو ته دتحفظ ورکولو لپاره ناکافي دي.

هغه وويل دنفرۍ دکموت په وجه صوبائي حکومت تعليمي ادارو ته دامنيتي ځواکونو دريټائرډ شوؤ عسکرو دخدماتو ترلاسه کولو وينا کړې ده.

په ١٦م دسمبر پيښور کې په ارمي پبلک سکول دطالبانو لخوا د١٥٠ؤ کسانو دوژلو وروستو حکومت دټول ملک تعليمي ادارو کې ديخنۍ رخصتيو کې پراختيا راوستې وه، ترڅو په دغه موده کې دتعليمي ادارو دتحفظ انتظامات وکړل شي.

خيبرپښتونخوا اؤ دهيواد نورو برخو کې ديخنۍ درخصتيو دختميدو څخه وروستو تعليمي ادارې دگل دورځې څخه پرانستل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG