لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: افغانستان کې نوی جاسوسۍ ډرون


واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وائې نوی ډرون به د یو ښارگوټې تصویرونه اخستلی شي
واشنگټن پوسټ ورځپاڼه وائې نوی ډرون به د یو ښارگوټې تصویرونه اخستلی شي

د امریکې یوې وتلې ورځپاڼې وئیلې امریکا به افغانستان کې د جاسوسۍ دپاره یو نوی ډورن یا بې پائلټه هوائي جهاز پرځائې کوي چې د یو مکمل ښار وډیو عسکونه به د راټولو صلاحیت لري.

واشنگټن پوسټ د اتوار په ورځ خپل رپورټ کې وئیلې د فضا د لارې د څارنې دې انقلابي نظام د لاندې به په ډرون هوائې جهاز کې نهې کیمرې لگول کیږي چې په یو وخت کې به ٦٥ تصویرونه مختلفو استعمال کونکو ته لیږلی شي.

نوې ډورن نظام ته گارگن سټیئر ویل کیږي.

ددې برعکس هوائې پوځ د استعمال د لاندې موجوده ډرون جهازونو کې یوه کیمره لگول شوې وې چې زیات نه زیات د یوې یا د دواؤ ودانیو تصویرونه اخستلی شي.

د جاسوسۍ د پاره د امریکې هوائې پوځ مرستیال مشر میجر جنرل جیمز پاس واشنگټن پوست ته وئیلې چې نوی ډورن به د یو مکمل ښارگوټې تصویرونه اخستلی شي.

ورځپاڼې د چارواکو د خلې دا هم وئیلې مزکې نه د جاسوسي معلوماتو د نشوالې په صورت کې د نوې نظام استعمال محدود کیدی هم شي. واشنگټن پوسټ وئیلې د میلینونو ډالرو قیمت لرونکی نظام به په راتلونکو دواؤ میاشتو کې افغانستان ته لیږلی کیږي.

د ډورن نوم د یوناني داستانونو نه اخستل شوی دی چې پکښې گارگن یو داسې مخلوق ته ویل شوی چې په ښکار کیدو يي خلک په کاڼې کې بدل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG