لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دسپکاوي دخاکو خپريدو په ضد پاکستان کې احتجاج


 چارلي هيبډو نومې رسالې کال ٢٠١١م کې داسلام دستر پيغمبر محمد(ص) دسپکاوي خاکې پخپله لمړۍ پاڼه خپرې کړې وې
چارلي هيبډو نومې رسالې کال ٢٠١١م کې داسلام دستر پيغمبر محمد(ص) دسپکاوي خاکې پخپله لمړۍ پاڼه خپرې کړې وې

فرانسيسي رسالې چارلي هيبډو کې داسلام دستر پيغمبر حضرت محمد(ص) دسپکاوي دخاکو دبيا خپريدو په ضد دپاکستان بيلا بيلو ښارونو کې احتجاج کولى شي.

پاکستان کې دسپکاوي دخاکو دخپريدو په ضد دغه احتجاج په داسې حال کې کيږي چې تيره ورځ دپاکستان قومي اسمبلۍ کې دخاکو دخپريدو غندنه شوې وه اؤ په ضد يې دغندنې متفقه قرارداد هم منظور شوى ؤ.

وزيراعظم نواز شريف هم خپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې درايې داظهار ازادي دکوم مذهب يا فرقې دازارولو لپاره کاريدل نۀ دي پکار اؤ په نړيواله کچه يې دسپکاوي دموادو په ضد دغږ پورته کولو غوښتنه کړې وه.

دسپکاوي دخاکو دبيا خپريدو وروستو دپاکستان د پيښور، کوئټې، کراچۍ اؤ لاهور په گډون بيلا بيلو ښارونو کې دمذهبي سياسي گوندونو په غږ احتجاج کولى شي.

چارلي هيبډو نومې رسالې کال ٢٠١١م کې داسلام دستر پيغمبر محمد(ص) دسپکاوي خاکې پخپله لمړۍ پاڼه خپرې کړې وې چې له دې وروستو ددغه رسالې په دفتر په فائربمونو سره حمله شوې وه اؤ دغه رسالې دتندروه ډلې داعش دمشر ابوبکر البغدادي په اړه يو ټوئټ هم کړى ؤ، چې له دې وروستو په ٧مه جنورۍ درسالې په دفتر شوې حمله کې ١٢ کسان وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي وؤ.

دحملې وروستو چارلي هيبډو دسپکاوي دخاکو دبيا خپرولو اعلان کړى ؤ اؤ وې وئيلي يې ؤ چې درسالې ډيمانډ کې اضافه شوې ځکه پريکړه شوې چې دې ځل له به يې اشاعت ٣٠ ؤ پورې غزولى شي ، په عمومي توگه ددغه رسالې ٦٠ زره کاپۍ خپرولى شي.

د جماعت اسلامي، جماعت الدعوة، جمعيت علماء اسلام(ف)، جمعيت علماء پاکستانو سُني تحريک اؤ دسُني اتحا په گډون د٢٠ؤ څخه زياتو گوندونو په ائتلاف سره جوړ شوي تحريک حرمت رسول ډلې تيره ورځ دسپکاوي دخاکو دخپريدو په ضد په ملکي کچه داحتجاج اعلان کړى ؤ.

دتحريک حرمت رسول مشر مولانا امير حمزه وئيلي دي چې که چرې اروپائي هيوادونه درسالې سره دخواخوږۍ څرگندولو لپاره يو ځايې کيدى شي نو ټولو ٥٧ؤ اسلامي هيوادونو ته هم داسلام دپيغمبر حضرت محمد(ص) دحرمت تحفظ لپاره يوځايې کيدل پکار دي، ددې ترڅنگ هغه په ټولو اسلامي هيوادونو ټينگار کړى چې درسالت دسپکاوي په ضد دې دنړيوال قانون غوښتنه وکړي ځکه چې په دې سره ټوله نړۍ کې داربونو مسلمانانو جذبات مجروحه کيږي.

دجماعت اسلامي مشر سراج الحق پيښور کې دگوند مشرانو ته وينا کې دسپکاوي دخاکو دخپريدو په اړه په ملکي کچ داحتجاج اعلان کړى دى.

دپاکستان عوامي تحريک( پي اى ټي) مشر ډاکټر طاهرالقادري د او ائي سي دغونډې رابللو غوښتنه کړې اؤ هغه ملگرو ملتونو، اروپائي اتحاديې اؤ فرانسيسي حکومت څخه درسالت دسپکاوي دنوټس اخستو غوښتنه هم کړې ده.

دپاکستان دپنجاب صوبې سرښار لاهور کې تحريک صراط مستقيم نومې ډلې دپنجاب اسمبلۍ څخه پريس کلب پورې لاريون ويستى اؤ دلاريون برخه والو دسپکاوي دخاکو په ضد نعرې وهلي دي، مظاهرينو حکومت څخه غوښتنه کړې چې دا معامله دې په نړيواله کچه راپورته کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG