لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هندي عدالت کې بمي چاؤدنه،٢ کسان مړۀ


 بهار کې دپوليسو ايډيشنل ډائريکټر جنرل گپتيشور پانډى يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل” زۀ پخلى کولى شم چې يوه ښځه اؤ يو پوليس عسکر وژل شوي اؤ بم ښځې راوړى ؤ “
بهار کې دپوليسو ايډيشنل ډائريکټر جنرل گپتيشور پانډى يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل” زۀ پخلى کولى شم چې يوه ښځه اؤ يو پوليس عسکر وژل شوي اؤ بم ښځې راوړى ؤ “

پوليس وائي چې دهند په ختيز رياست بهار کې دجمعې په ورځ عدالت څخه بهر شوې چاؤدنه کې يوه زنانه اؤ يو پوليس عسکر وژل شوي دي.

بهار کې دپوليسو ايډيشنل ډائريکټر جنرل گپتيشور پانډى يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې ددغه پيښې په اړه وويل زۀ پخلى کولى شم چې يوه ښځه اؤ يو پوليس عسکر وژل شوي اؤ بم ښځې راوړى ؤ

دغه چاؤدنه په داسې حال کې شوې چې داتوار په ورځ دامريکا دصدر براک اوباما ددرې ورځنۍ دورې په تناظر کې ټول هند کې سخت امنيتي گامونه اخستل شوي دي.

پانډى وويل دا نۀ ده په ډاگه شوې چې ايا بم راوړونکې زنانه خودکش حمله کول غوښتل اؤ که اله دوخت څخه وړاندې چاؤديدلې اؤ زياته يې کړه چې دپيښې پلټنې روانې دي.

سي اين اين –ائي بي اين وائي چې دزنانه بدن ټُکړې شوى اؤ زياتوي چې دبهار بهوجپور ضلع کې يو عدالت کې دچاؤدنې کيدو څخه وروستو تر دې مهاله نزدې هسپتال کې ٧ ژوبل کسان داخل کړل شوي دي.

دمقامي پوليسو يو مشر وائي چې دغه چاؤدنه غرمه مهال هاغه وخت وشوه کله چې دزندان يو گاډى عدالت ته راورسيدو

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG