دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگه( ائي ايس پي ار) وائي چې دخالي په ورځ دفوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف په دوه ورځني سفر چين ته روان شوى دى.
ددفاعي سرچينو ترمخه جنرل راحيل به دچين ددغه سفر په مهال دچين سياسي اؤ عسکري مشرانو سره ددواړو هيوادونو ترمينځ دسلامتۍ اؤ دفاعي همکارۍ په چارو خبرې اترې کوي.
جنرل راحيل شريف به چيني مشران دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتيرکال دجون دنيمائي څخه د مقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد دروانو عملياتو په مهال لاسته راوړل شوؤ برياليتونوبو نو څخه هم خبروي، ددغو عملياتو په مهال دايسټ ترکمانستان اسلامک موومنټ( اي ډي ائي ايم) ، کومه چې په لويديز چين کې دايغور مسلمانانو لخوا جوړ کړل شوى يو تنظيم دى، نيټ ورک هم تباه کړل شوى.
پاکستان اؤ چين نزدې عسکري اؤ دفاعي اړيکې لري اؤ دواړه هيوادونه اکثره په گډو پوځي اؤ فضائي مشقونو کې هم برخه اخلي.