لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لمړي ون ډى کې نيوزي لينډ پاکستان ته په 7 وکټو ماتې ورکړه


 دنيوزلينډ دويلنگټن په ويسټ پيک اسټيديم کې روان ميچ کې دنيوزي لينډ کپتان برينډن ميکولم دټاس گټلو وروستو چې پاکستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه نو دمعمول مطابق دپاکستان ابتدائي بيټسمينان په غوره اغاز کولو کې ناکام شول
دنيوزلينډ دويلنگټن په ويسټ پيک اسټيديم کې روان ميچ کې دنيوزي لينډ کپتان برينډن ميکولم دټاس گټلو وروستو چې پاکستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه نو دمعمول مطابق دپاکستان ابتدائي بيټسمينان په غوره اغاز کولو کې ناکام شول

ددوؤ يو ورځنو ميچونو دسيريز لمړي ميچ کې نيوزي لينډ پاکستان ته په اوؤ وکټو ماتې ورکړې ده.

د اولني بيټنگ کولو سره پاکستان نيوزي لينډ ته دگټې لپاره دد211 رنز هدف ټاکلى ؤ اؤ نيوزي لينډ ،دټاس گټلو وروستو دفيلډنگ فيصله کړې وه.

دنيوزلينډ دويلنگټن په ويسټ پيک اسټيديم کې روان ميچ کې دنيوزي لينډ کپتان برينډن ميکولم دټاس گټلو وروستو چې پاکستان ته دلمړي بيټنگ بلنه ورکړه نو دمعمول مطابق دپاکستان ابتدائي بيټسمينان په غوره اغاز کولو کې ناکام شول اؤ محمد حفيظ په لمړي اوور کې بغير دکوم رن جوړولو نه بولډ شو، همدغه شان احمد شهزاد ١٥ اؤ يونس خان هم په ٩ رنز اوټ شو.دهغوي ترڅنگ حارث سهيل ٢٣ رنز جوړل کړل اؤ عمر اکمل هم په ١٣ رنز اؤټ شو.

دپاکستان وتلي لوبغاړي شاهد افريدي په 29 بالونو د9ؤ چوکو اؤ دريوؤ چکو په مدد سره 67 رنز جوړ کړل اؤ کپتان مصباح الحق په محتاط انداز کې د58 رنز جوړولو نه پس اوټ شو.

سرفراز احمد اؤ بلاول بهټي هم ښه کارکردگي ونۀ ښودل شوه اؤ دغه شان دپاکستان ټول ټيم په 46 اوور کې په 210 رنز اؤټ شو.

دنيوزي لينډ لخوا گرانټ ايليټ درې اؤ کورى اينډرسن، ټرينټ بولټ اؤ کائل ملزم ، دوه ، دوه لوبغاړي اوټ کړل.

دپاکستان لخوا د211 رنز هدف کيوي لوبغاړو يواځې ددريوؤ وکټو په تاوان په ٤٠م اوور کې په اسانۍ سره پوره کړو، دنيوزي لينډ لخوا گرانټ ايليټ اؤ روس ټيلر ففټيانې سکور کړې اؤ مارټن گپټل ٣٩ اؤ ټام ليتهم ٢٣ رنز جوړ کړل.

دپاکستان لخوا شاهد افريدي، محمد عرفان اؤ بلاول بهټي يو ، يووکټ ترلاسه کړو.

دکرکټ دنړيوال کپ نه وړاندې پاکستان دغه خپل اخري سيريز لوبوي چې پکې يې ښه کارکردگي نۀ ده ښودلې.

کپتان مصباح الحق وائي چې ورلډ کپ څخه وړاندې دنيوزي لينډ په ضد دغه سيريز زيات مهم دى، دميچ څخه وړاندې خپلو خبرو کې مصبا الحق وويل چې نيوزي لينډ پخپل هوم گراؤنډ اسان حريف نۀ دى اؤ دې سيريز سره به ټيم ته په حالاتو پوهيدو کې مرسته ترلاسه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG