د پاکستان بلوچستان صوبې په نصيراباد او ډېره بگټي سيمو کې دوه بمي چاؤدنې شوې چې پکې د ملېشې يو کپتان او عسکر وژل شوي او درې نور سرتيري ژوبل شوي دي .
د پوليس چارواکو په وينا د اتوار په ماښام د نصيراباد ضلعې په چهترعلاقه کې د ملېشې ځواکونه د معمول په گشت ؤ، چې د سړک غاړې ته ښخ بم پرې چاؤدلی دی .
د سرکاري ميډيا ترمخه پېښه کې د ملېشې کپتان وژل شوی ، او دوه نور عسکر سخت ژوبل شوي دي ، او د ملېشې گاډی هم تباه شوی دی .
د چارواکو په وينا د پېښې وروستو پوليس او د ليويز ځواکونه علاقې ته رسېدلي ، او پلټنې يې پېل کړي دي .
بله چاؤدنه د ډېره بگټي په سيمه کې رامنځته شوې ، چې پکې يو عسکر وژل شوی او بل ژوبل شوی دی .