دشورو په ورځ چارواکو وئيلي دي چې دخيبرپښتونخوا صوبې په کوهاټ ښار کې تيره شپه وسله والو دکسټم پينځه چارواکي وژلي دي.
ددغه پيښې په اړه کوهاټ کې دضلعي پوليسو مشر شعيب اشرف يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل” دريوؤ وسله والو دکسټمز په ډله ناتاره ډزې وکړې، څلور چارواکي په موقع مړۀ شول اؤ يو دسختو ټپونو له امله هسپتال کې ساه ورکړه“
هغه وويل” مونږ دحمله کوونکو دپيژندگلو نه ناخبره يو خو دا دترهه گرۍ يو عمل دى“
سيمه کې يو بل دپوليسو مشر اقبال محمد وويل حمله کوونکي دشپې په تيارۀ کې پيدل تيښته کې بريالي شول، دکسټمز دمحکمې يو چارواکي هم ددغه پيښې پخلى کړى دى.
هغه وويل” دا زمونږ په ډله يوه ترهه گريزه حمله وه، دې حمله کې دډلې پينځه واړه غړي وژل شوي، دهغوي تعلق دکوهاټ اؤ کرک ضلعو سره ؤ. “
پاکستان کې دحکومت په ضد په جگړه بوخت جنگيالي اکثره په بې وسلې حکومتي غړو حملې کوي اؤ په دغسې حملو کې دپوليو دمخنيوي گڼ کارکوونکي هم وژل شوي دي.
دخيبرپښتنونخوا صوبې سرښار پيښور کې په ١٦م دسمبر،٢٠١٤م کې دپيښور په ارمي پبلک سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو پاکستان دترهه گرۍ په ضد گامونه سخت کړي دي.
پاکستاني پوځيان شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد په عملياتو بوخت دي اؤ دپيښور دسانحې وروستو يې خپلو عملياتو کې تُندي هم راوستې ده.
ددغو عملياتو څخه راپديخوا په عمومي توگه پاکستان کې حملو کې تر يو حده کمى راغلى خو ددغه هيواد وسله وال پوځيان اوس هم په حساسو پوځي اؤ غيرپوځي تنصيباتو دخورو ورو جنگيالو لخوا دممکنه حملو دخطرو سره مخ دي.