لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځي عدالتونو ته 20 مقدمې ليږل شوي، چوهدري نثار


 قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وويل چې پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو لپاره جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) ته تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي.
قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وويل چې پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو لپاره جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) ته تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي.

دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثار علي خان دشورو په ورځ وئيلي دي چې تر دې مهاله هيواد کې پوځي عدالتونو ته ٢٠ مقدمې ليږل شوي دي.

قومي اسمبلۍ کې دوينا په مهال دکورنو چارو وزير وويل چې پوځي عدالتونو کې دمقدمو چلولو لپاره جنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) ته تر دې مهاله ٢٠ کيسونه ليږل شوي.

پيښور کې په ١٦م دسمبر،٢٠١٤م کې په ارمي پبلک سکول حمله کې د١٣٠ؤ نه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دسياسي گوندونو دپارليماني مشرانو په يوه غونډه کې دجوړې کړل شوې ترهه گرۍ دمخنيوي دملي تگلارې لاندې ائين کې بدلون شوى اؤ دپوځي افسرانو په مشرۍ په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي دي.

پاکستان تير کال په ١٥م جون شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې وروستو له هغې عمليات پيل کړل چې دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دمذاکراتو کوششونه ناکام شول اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

دشمالي وزيرستان څخه وروستو پوځ تيرکال داکتوبر په مياشت کې خيبرايجنسۍ کې هم عمليات پيل کړي کوم چې تر دې مهاله دوام لري.

دکورنو چارو وزير وويل چې دکره کتنې څخه وروستو به حکومت پوځي عدالتونو ته نور ١٢ کيسونه هم ليږي.

چوهدري نثار وويل چې وفاقي حکومت هيواد څخه دترهه گرۍ ختمولو لپاره ژمن دى اؤ زياته يې کړه چې دتيرو اتوؤ مياشتو راهسې ( شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې) پوځ دترهه گرو په په ضد کامياب عمليات ترسره کوي.

دکورنو چارو وزير ايوان خبر کړو چې دپيښور دحملې څخه وروستو دمرگ په سزا دعمل درامد دبحالۍ څخه راپديخوا تر دې مهاله ٢٢ دمرگ سزا موندونکي بنديان تيزندي کړل شوي دي.

دکورنو چارو وزير وويل چې حکومت هيواد کې په مختلفو نومونو سره دکارکوونکو کالعدم تنظيمونو دهلو ځلو څارنه کوي.

دهغه وينا وه چې دتيرو ١٣ؤ کلونو راهسې هيواد دترهه گرۍ سره مخ دى، هيواد کې دامنيت دټينگښت کې مذاکرات شروع کړى شول، موجوده حکومت دهيواد په تاريخ کې په لمړي ځل په نيک نيتۍ سره په سياسي توگه خبرې اترې پيل کړې خو(ترهه گرو) يو لوري ته مذاکرات کول اؤ بل لوري ته يې خپلې کارروايۍ دوامداره وساتلې.

هغه وويل دترهه گرۍ ختمولو لپاره ټولې ادارې کار کوي اؤ دترهه گرو زياتره قيادت هيواد نه تښتيدلى خو دهغوي دمکمل خاتمې پورې هيواد کې امن نۀ شي ټينگيدى.

هغه وويل دموبائيل سمونو پخلي سره به دترهه گرو لويه وسله ختمه شي خو هغوي ته په دې دنظر ساتلو ضرورت دى.

چوهدري نثار وويل دپاکستاني قانون ترمخه ٦٠ تنظيمونه کالعدم دي، ملگرو ملتونو ١٧٧ تنظيمونه کالعدم گرځولي چې پکې يواځې ١٠ دهيواد دکالعدم تنظيمونو په فهرست کې شامل دي.

چوهدري نثار وويل دامريکا يا هند په وينا به تنظيمونه کالعدم نۀ گرځوي بلکې دملگرو ملتونو قواعد به خپلولى شي.

داخله وزير وويل چې د١٣ؤ کلونو په مهال گڼ تنظيمونه کالعدم گرځول شوي چې پکې ځينو په نورو نومونو سره خپلې کارروايۍ جاري ساتلي، داخله وزارت کې ددې فهرستونو جاج اخستل کيږي اؤ راتلونکو څو اوونو کې به صورتحال واضحه شي چې له دې وروستو به دغه تنظيمونه دقانون په دائره کې راولو.

دترهه گرۍ دمالي مرستې په اړه دکورنو چارو وزير وويل چې دترهه گرۍ دمالي مرستې دڅارنې لپاره يو ځانگړى سيل جوړ کړل شوى اؤ زياته يې کړه چې دغه سيل دسټيټ بينک اف پاکستان په گډون دمختلفو رياستي ادارو سره په گډه کوي.

هغه وويل هيواد کې به دسيکورټي ادارو نه بغير بل چاته دوسلې وړو راوړو اجازه نۀ شي ورکولى اؤ دې لړ کې دهيواد گڼو سيمو کې کارروائي هم شوې.

هغه وويل څه موده وړاندې هيواد کې دمخدره موادو دسمگلنگ، ترهه گرو دمرستې اؤ نورو مجرمانه کارروائيو لپاره دټولې نړۍ څخه پيسې راتلې چې ددې دمخنيوي لپاره مونږ ته دبين المللي مدد ضرورت دى.

هغه وويل دمذهبي نفرت خورونکو تقريرونو اؤ لاؤسپيکرو دغلط استعمال دمخنيوي ذمه واري دصوبو ده دې لړ کې ټول هيواد کې درې زره دوه سوه پينځه شپيته مقدمې درج شوي چې پکې دوه زره پينځه شپيته کسان نيول شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:36:31 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG