لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دوزيراعظم لخوا دسينيټ دچئيرمين لپاره درضارباني ملاتړ


نوازشريف وئيلي دي حکومت دسينيټ دچئيرمين اؤ مستيال چئيرمين دعهدو لپاره خپل کانديد مخې ته راوړل نۀ غواړي
نوازشريف وئيلي دي حکومت دسينيټ دچئيرمين اؤ مستيال چئيرمين دعهدو لپاره خپل کانديد مخې ته راوړل نۀ غواړي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دهيواد په سياسي قيادت غږ کړى چې دسينيټ دچئيرمين اؤ مرستيال چئيرمين داليکشن لپاره دې ديو والي اؤ جوړجاړي څرگندونه وکړي اؤ زياته يې کړه چې هغه دپيپلز پارټۍ دمرکزي مشر سينيټر رضا رباني دسينيټ دچئيرمين په توگه نامزدگي قبلوي.

نوازشريف وئيلي دي حکومت دسينيټ دچئيرمين اؤ مستيال چئيرمين دعهدو لپاره خپل کانديد مخې ته راوړل نۀ غواړي اؤ داپوزيشن له لوري په نومول شوي کانديد هيڅ اعتراض نۀ لري.

وزيراعظم هاؤس کې سياسي مشرانو ته دوينا په مهال نواز شريف وويل چې دسينيټ انتخاباتو کې دپيسو لگولو لوبه اوس ختميدل پکار دي اؤ دپيسو په لگولو سره دسينيټرانو انتخاب افسوس ناک دى خو بايد اوس دماضي دغه بد روايت پريښودل شي.

نواز شريف وويل داپوزيشن له لوري رضارباني دسينيټ چئيرمين ونومول شو چې هغوي پرې کوم اعتراض نۀ لري خو غوښتل يې چې ټول گوندونه درايې په اتفاق سره دسينيټ چئيرمين ونومي.

دوزيراعظم نوازشريف له لوري دغرمې دميلمستيا په بلنه قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه، پخوانى وزيراعظم راجا پرويزاشرف، دجمعيت علما اسلام(ف) مشر مولانا فضل الرحمان، دايم کيو ايم مشر فاروق ستار، روف صديقي اؤ خالد مقبول صديقي، دپښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزى، دعوامي نيشنل پارټۍ مشر اسفنديارولي خان، حاصل بزنجو، غلام احمدبلور، خواجه سعد رفيق، اسحاق ډار، مولانا عبدالغفور حيدري اؤ مظفرعلي په گډون نورو مشرانو گډون وکړو.

تيره شپه دپيپلز پارټۍ دشريک چئيرمين اصف علي زرداري په مشرۍ دائتلافي گوندونو غونډه کې رضارباني دسينيټ دچئيرمين عهدې لپاره نومول شوى ؤ.

وزيراعظم وويل چې دحکومتونو تلو راتللو سره قومي تگلارې بدليدل نۀ دي پکار اؤ زياته يې کړه چې هغوي دسينيټ اليکشن کې دهارس ټريډنگ يا ووټونو اخستو دمخنيوي لپاره هڅې وکړې.

نواز شريف وويل هغي ته دسينيټ دچئيرمين دعهدې لپاره رضارباني دمنلو جوگه دى اؤ زياته يې کړه چې هغه يو ددرناوي جوگه دپارليمان غړى دى اؤ داپوزيشن گوندونو لخوا دهغه دنامزدگۍ تائيد کوي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG