لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډيوډ هيل پاکستان لپاره نوى امريکائي سفير نومول شوى


 ډيوډ هيل د٢٠١١ څخه ٢٠١٣م پورې مينځني ختيز کې امن لپاره دځانگړي امريکائي استازي په توگه خدمات ترسره کړي
ډيوډ هيل د٢٠١١ څخه ٢٠١٣م پورې مينځني ختيز کې امن لپاره دځانگړي امريکائي استازي په توگه خدمات ترسره کړي

سپينې ماڼۍ دنهې په ورځ سفارت کار ډيوډ هيل پاکستان لپاره دامريکا نوى سفير نومولى دى.

اسلام اباد لپاره دډيوډ هيل دنومول کيدو منظوري به سينيټ څخه اخستل وي چې له دې وروستو به هغه خپله دغه عهده سمبالوي، ډيوډ هيل د٢٠٠٥م څخه ٢٠٠٨م پورې ارن کې دامريکائي سفير په توگه خدمات ترسره کړي ووؤ.، هغه اگست ٢٠١٣م کې دلبنان لپاره امريکاي سفير مقرر کړل شوى ؤ.

ډيوډ هيل د٢٠١١ څخه ٢٠١٣م پورې مينځني ختيز کې امن لپاره دځانگړي امريکائي استازي په توگه خدمات ترسره کړي اؤ د٢٠٠٩م څخه ٢٠١١م پورې مرستيال استازى پاتې شوى.

په واشنگټن کې هغه اسرائيل اؤ مصر لپاره ډپټي اسسټنټ سيکرټري اف سټيټ اؤ داسرائيل اؤ فلسطين دچارو ډائريکټر هم پاتې شوى، ډيوډ هيل ته پخپلو زياتو خدماتو گڼ ايوارډونه هم ورکړل شوي دي.

دنيوجرسي اوسيدونکي ډيوډ هيل دجارج ټاؤن پوهنتون دسکول اف فارن سروس څخه گريجويشن کړى اؤ هغه عربي ژبه هم وئيلى شي.

دا مهال پاکستان کې امريکا لپاره دسفارت کارۍ فرائض رچرډ اولسن ترسره کوي اؤ هغه دغه چوکۍ په ٢٠١٢م کې سمباله کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG