لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رضارباني پرته له مقابلې دسينيټ چئيرمين منتخب

A boy plays in a swollen creek under a bridge in Manila,Philippines. Typhoon Sarika lashed the main Philippine island of Luzon, flattening homes and toppling trees and power pylons as more than 12,000 people fled to safer ground, officials said. Shanties built beside a river, under a creek are the usual victims of floodings. 

پاکستان پيپلز پارټۍ سره تعلق لرونکى سينيټر رضا رباني پرته له مقابلې دسينيټ چئيرمين منتخب شوى اؤ دمرستيال چئيرمين لپاره دريوؤ کانديدانو خپل دنامزدگۍ کاغذونه جمع کړي دي.

دحکومت اؤ اپوزيشن گوندونو ترمينځ دمرستيال چئيرمين دعهدې لپاره دجمعيت علماء اسلام(ف) دسينيټر غفور حيدري په نوم اتفاق شوى اؤ خيبرپښتونخوا څخه دسينيټ انتخاب کې دبرخې اخستو لپاره دپاکستان تحريک انصاف شبلي فراز هم کاغذونه جمع کړي دي.

دبلوچستان نيشنل پارټۍ( مينگل) جهانزيب جمال ديني هم دمرستيال چئيرمين لپاره کاغذونه جمع کړي دي.

له دې وړاندې دپاکستاني پارليمان دبرني ايوان، سينيټ نوؤ منتخب شوؤ ٤٦ؤ غړو دزيارت په ورځ دسينيټ دغړيتوب سوگند واخستو،سينيټر اسحاق ډار غړو څخه سوگند واخستو ، هغه صدر ددې غونډې لپاره د پريزائډنگ افسر په توگه نومول ؤ.

د١٠٤ؤ غړو دايوان( سينيټ) ٥٢ غړي دشورا په ورځ دخپل غړيتوب دمعياد په پوره کيدو ريټائر شوي وؤ اؤ دهغوي دخالي چوکو لپاره ټاکنې دروانې مياشتې په په پينځمه نيټه ترسره شوى ؤ

دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو څخه په څلورو چوکو اوس هم ټاکنې لا پاتې دي.

که هر څو واکمن گوند مسلم ليگ(ن) که هر څو دسينيټ انتخاباتو کې په اکثريتي چوکو کاميابي ترلاسه کړې وه خو ايوان کې يې دپيپلز پارټۍ څخه بيا هم يوه چوکۍ کمه ده، سينيټ کې دپيپلز پارټۍ ٢٧ اؤ دمسلم ليگ(ن) ٢٦ چوکۍ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG