لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي افريقا متحده عرب اماراتو ته په 146 رنز ماتې ورکړه


دمتحده عرب اماراتو ټيم دجنوبي افريقې د٢٤٢ رنز دهدف په تعاقب کې په ٤٨م اوور کې په ١٩٥ رنز اؤت شو
دمتحده عرب اماراتو ټيم دجنوبي افريقې د٢٤٢ رنز دهدف په تعاقب کې په ٤٨م اوور کې په ١٩٥ رنز اؤت شو

دائي سي سي کرکټ ورلډ کپ په يو ميچ کې جنوبي افريقې متحده عرب اماراتو ته په ١٤٦ رنز ماتې ورکړې ده.

دويلنگټن په ويسټ پيک اسټيډيم کې لوبول شوي ميچ کې جنوبي افريقې دمتحده عرب اماراتو په بلنه دبيټنگ کولو سره مقررو ٥٠ؤ اورونو کې دشپږو وکټو په تاوان ٣٤١ رنز جوړ کړل، دجنوبي افريقې کپتان اى بي ډويويلئيرز٩٩، فرحان بهاردين ٦٤ اؤ ډيوډ ملر ٤٩ ، ريلى روسيو ٤٣، هاشم امله ١٢، ډي کوک ٢٦، جى پي ډومنى ٢٣ رنز جوړ کړل اؤ اؤټ شول، ديو اى اي محمد نويد درې، کامران شهزاد، امجد جاويد اؤ محمد توقير يو، يو وکټ ترلاسه کړې ده.

دمتحده عرب اماراتو ټيم دجنوبي افريقې د٢٤٢ رنز دهدف په تعاقب کې په ٤٨م اوور کې په ١٩٥ رنز اؤت شو، سواپني پټيل ديو اى اي له لوري تر ټولو زيات ٥٧ رنز جوړ کړل اؤ ناټ اؤټ پاتې شو، ، همدغه شان شيمان انور ٣٩، امجدعلي ٢١، اندرى بيرنجر پينځه، خرم خان ١٢، ثقلين حيدر٧، امجد جاويد پينځه، محمد نويد ١٧ اؤ محمد توقير درې رنز جوړ کړل.

دجنوبي افريقې ورنون فلينډر، مورنى مورکل اؤ اى بي ډيويلئيرز دوه،دوه وکټې ترلاسه کړې اؤ ډيل سټين، جى پي ډومينى اؤ عمران طاهر يو، يو لوبغاړى اؤټ کړو، په ښې کارکردگۍ ډيويلئيرز دميچ تر ټولو غوره لوبغاړى وگرځول شو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG