لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کډوالو بيرته ستنېدوعمل د صبا نه پېل کيږي


گورنر وئيلي د بې کوره شوؤ درې لاکه کورنو د بيرته بحالۍ او ودانولو دپاره ۸۰ اربه روپۍ پکار دي .
گورنر وئيلي د بې کوره شوؤ درې لاکه کورنو د بيرته بحالۍ او ودانولو دپاره ۸۰ اربه روپۍ پکار دي .

د پاکستان خېبرپښتونخوا صوبې گورنر سردارمهتاب احمدعباسي وئيلي ، چې صبا د گل د ورځې ۱۶م مارچ نه به د درېو قبائيلي سيمو جنوبي وزيرستان ، خېبراو شمالي وزيرستان نه د بې کوره شوؤ خلکو بيرته ستنېدو عمل پېل شي .

د خالي په ورځ مطبوعاتو ته د کډوالو د بيرته ستنېدو په اړه د احوال تېرولو په مهال مهتاب عباسي ووئيل ، په لمړۍ مرحله کې به د جنوبي وزيرستان، خېبراو شمالي وزيرستان ۴۰زره اوپينځه سوه کورنۍ بيرته لېږلی شي ، او دويې ته به ۲۵زره روپۍ نقدي او ۱۰زره روپۍ د لارې د خرڅ دپاره ورکولی شي .

خبريالانو ته د تفصيل وړاندې کولو په مهال د پېښور کورکمانډر لفټننټ جنرال هدايت الرحمان هم موجود ؤ .

گورنر وئيلي د بې کوره شوؤ درې لاکه کورنو د بيرته بحالۍ او ودانولو دپاره ۸۰ اربه روپۍ پکار دي . او نوموړي وئيلي ، په دغې لړ کې ځينو بهرنو خيراتي ادارو د برخې اخيستو رضامندي څرگنده کړې ده .

هغه زياته کړې چې دا وخت اصل مسله بې کوره شوؤ خلکو ته د وسائيلو ورکړه نا ، بلکې د دويې د بېرته لېږلو د تگ لارې انتظام کول دي .

گورنر زياته کړې د کډوالو د بيرته ستنولو د لمړۍ مرحلې په کاميابۍ ترسره کېدو به د نورو کډوالو بيرته لېږلو تگ لاره جوړولی شي .

مهتاب عباسي په دغه مهال وئيلي خپله د قبائيلي علاقو خلکو ته هم داسې گامونه اخيستل پکار دي ، چې دغه رنگ حالات بيا رامنځته نه شي ، نوموړي د قبائيلي علاقو نه په غټه کچه د خلکو بې کوره کېدل يوه لويه انساني الميه بللې ده .

د پروگرام ترمخه به د کډوالو د بيرته واپسۍ په لمړۍ مرحله کې صبا د گل په ورځ ۱۶م مارچ باندې د جنوبي وزيرستان ، د ۲۰م مارچ نه به د خېبر ايجنسۍ او د ۳۱م مارچ نه به د شمالي وزيرستان کډوال بيرته تلل پېل شي .

د کډوالو د بيرته ستنېدو د پروگرام ترمخه به ۲۵۰۰ کورنۍ د جنوبي وزيرستان سراروغه او سروکۍ تحصيل ته ، ۲۰ زره به د خېبرايجنسۍ باړه تحصيل ته او ۱۸۰۰۰ به د شمالي وزيرستان ميرعلي تحصيل ته لېږلی شي .

د قبائيلي سيمو نه په کډوال شوؤ کورنو کې نادرا د درې لاکه ۱۰ زره او ۷۲۹ کورنو تصديق کړی دی .

په شمالي وزيرستان کې د وسله والو په ضد د ضرب عضب اپرېشن پېل کېدو په نتيجه کې د يو لاک دپاسه کورنۍ کډوال شوې ، او تېر کال د ۸۶ زره دپاسه د خېبرايجنسۍ نه بې کوره شوي دي ، او په کال ۲۰۰۹م کې د جنوبي وزيرستان نه نزدې ۶۷زره کورنۍ چې کډې يې کړې وې لا تراوسه بيرته خپلو علاقو ته د تلو په انتظار دي .

سردار مهتاب عباسي وئيلي د شمالي وزيرستان نه ۱‍ لاک او ۲۵زره کسان افغانستان ته تلي وو ولې زيات پکې د کُرمې ايجنسۍ د لارې بيرته پاکستان ته راغلي ، او د افغانستان نه بيرته راتلونکو ته اسانتياوې ورکولی شي .

نوموړي وئيلي حکومت به په سيمه کې خلکو ته په مکمله توگه د وران شوؤ کورونو دپاره څلور لاکه روپۍ او د نيمو وران شوؤ کورونو دپاره يو لاک او ۶۰ زره روپۍ معاوضه ورکوي .

په خېبرپښتونخوا او قبائيلي سيمو کې د تُندروه ډلې داعش د موجودگۍ د تپوس په ځواب کې کورکمانډر وئيلي ، په دغې اړه د ډېرفکرمند کېدو ضرورت نشته ولې چې د هغه په وينا دويې د وړاندې نه د طالبانو سره مخامخ دي او هم دغه يو خلک دي چې نومونه بدلوي او د هغې نه هيڅ فرق نه پرېوځي .

جنرال هدايت وئيلي ، دا حقيقت دی چې مونږ د ترهگرۍ د گواښونو سره مخ يو ، ولې مونږ د ترهگرۍ په ضد جنگېږو او داعش دپاکستان دپاره گواښ نه دی .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG