دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دسندهـ صوبې سرښار کراچۍ کې داپريشن ښې نتيجې را اوځي اؤ دغه اپريشن دکوم ځانگړي گوند نۀ بلکې دجرائم پيشه کسانو دخاتمې لپاره کيږي کوم چې به په هر حال کې روان وي.
نوازشريف کراچۍ کې داپريشن ددوامداره ساتلو په اړه دغه څرګندونې وروستو له هغې وکړې چې تيره ورځ دکراچۍ دوؤ ځائيونو کې بمي چاؤدنې وشوې چې پکې درينجرز ددوؤ عسکرو په ګډون څلور کسان ووژل شول.
دايم کيو ايم يو مشر فاروق ستارقومي اسمبلۍ کې تيره ورځ دوينا په مهال کراچۍ کې داپريشن په دوامداره ساتلو په حکومت سختې نيوکې کړې اؤ تور يې لګولى چې دغه عمليات دايم کيو ايم دديوال سره دلګولو لپاره روان دي.
فاروق ستار وئيلي که چرې کراچۍ کې دايم کيو ايم خلاف کارروائي ونۀ درول شوه نو دا به ګڼلى شي چې ”مونږ“ سره څه روان دي هغې کې وفاقي حکومت ککړ دى.
په رينجرز ځواکونو تيره ورځ کراچۍ کې حمله په داسې حال کې شوې چې څو ورځې وړاندې درينجرز ځواکونو ښار کې دسياسي ډلې ايم کيو ايم په هيډکوارټرز نائن زيرو چاپه ووهله اؤ ددغه ځايې څخه يې دهدفي وژونکو، مجرمانو اؤ غيرقانوني وسلې دنيولو دعوه وکړه ، دکوم څخه وروستو چې په لندن کې ميشت دايم کيو ايم مشر الطاف حسين درينجرز ځواکونو ته گواښونه وکړل اؤ رينجرز ځواکونو دايم کيو ايم دمشر په ضد مقدمه درج کړه.
دميډيا راپورونه وائي چې درينجرز ځواکونو لخوا کراچۍ کې دايم کيو ايم په هيډکوارټرز نائن زيرو دچاپې وهل کيدو څخه وروستو ښار کې تر ډيره حده هدفي وژنو کې کمى راغلى.
دسيالکوټ چيمبراف کامرس دستورې ته دوينا په مهال وزيراعظم نواز شريف وويل هيواد کې يې دټوپک وړو راوړو دکلچر دختمولو پخه اراده کړې اؤ زياته يې کړه چې کراچۍ کې اپريشن دښار درڼاگانو دښار جوړولو لپاره دجرائم پيشه کسانو خلاف کيږي کوم چې به دترهه گرو اؤ جرمونو کې دککړو کسانو تر خاتمې پورې روان وي اؤ په يو صورت کې به ترې هم نۀ پشا کيږي.
نوازشريف وويل دجمهوري حکومت اؤ قوم دا ايجنډا ده چې ملک دترهه گرو اؤ جرمونو کې دککړو کسانو نه پاک کړي.
پاکستاني وزيراعظم وويل دترهه گرۍ دستونزې ختمولو لپاره لمړى کوم حکومت نۀ ؤ رامينځته شوى خو دهغه حکومت اول دمذاکراتو له لارې دستونزې دهوارولو هڅه وکړه اؤ کله چې په مذاکراتو خبره جوړه نۀ شوه نو شمالي وزيرستان کې ضرب عضب اپريشن شروع کړى شو دکوم په نتيجه کې چې دترهه گرو ملا ماته کړل شوې.
نوازشريف وويل ملک کې تل پرمختيا په جمهوري دور کې شوې اؤ دامرانو په دور کې هيواد پشا تلى خو ددې باوجود يواځې دسياست دانانو تيروتنې په گوته کولى شي اؤ پوښتنه يې وکړه چې دامرانو غلطۍ ولې مخې ته نۀ شي راوړلى.
نوازشريف دسيالکوټ نه لاهور ته دايکسپريس وى جوړولو اعلان هم وکړو اؤ وې وئيل فکر کوي چې اوس لمړى بجلي جوړه کړي که موټر وى، هغه وويل ددومره زياتو چيلنجونو سره مخ دى چې په تصور کولو سره يې هم ويريږي اؤ زياته يې کړه کړه چې انتخابي نعرو نۀ بلکې په عملي گامونو باور لري.