د پاکستان د پوځ سرلښکر نن د اتوار په ورځ د پېښور کې کورهېډکوارټر ته ورغلی ، او وئيلي دي چې د ترهگرۍ په ضد روان عمليات به منطقي انجام ته رسولی شي .
د پوځ د مطبوعاتې ځانگې (ائي اېس پي ار) مشرمېجرجنرل عاصم باجوه په ټويټر پېغامونو کې وئيلي ، چې د پوځ سرلښکر ته په دغه مهال خېبرپښتونخوا او قبائيلي علاقو کې د امنيت او د ضرب عضب اپرېشن او په خصوصي توگه خېبرايجنسۍ کې د روانو عملياتو په اړه احوال تېر کړی شوی دی .
او د پوځ مشرعزم څرگند کړی چې د ترهگرۍ په ضد عمليات به منطقي انجام ته رسولی شي ، او په هر قيمت به په ملک کې د امن او خوشحالۍ راوستو دپآره د ښاري او لرې پرتو علاقو نه په مکمله توگه ترهگري ختمولی شي .
له دې وړاندې د ائي اېس پي ار مشر عاصم باجوه خېبرايجنسۍ کې د روانو عملياتو د تازه احوال په اړه وئيلي ، چې خېبرټو اپرېشن کې تراوسه پورې ۸۰ جنگيالي وژل شوي ، او د ۱۰۰ پورې نور ژوبل شوي دي .
نوموړې وئيلي د ترهگرو په ضد عمليات دوام لري او هغويي د افغانستان پولې پله په تېښته دي .
د پوځ وياندې وئيلي ؤ ، په دغو عملياتو کې اووه عسکر هم وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار ترمخه جنرال راحيل شريف پېښور کې د پوځي روغتون سي اېم اېچ دوره کړې او د ترهگرۍ په ضد روانو عملياتو کې د ژوبل عسکرو پوښتنه يې کړې او د هغويې حوصله افزايي يې کړې ده .