لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خيبرايجنسۍ سره نزدې دډرون حمله،دمنگل باغ دډرائيور پۀ گډون ٩ وژل شوي


 راپورونه وائي په ياده شوې سيمه کې دډرون څخه دتندلارو په يوه ځاله دوه ميزائيلونه داغل شوي چې په نتيجه کې يې دغه ځاله ړنگه شوې ده.
راپورونه وائي په ياده شوې سيمه کې دډرون څخه دتندلارو په يوه ځاله دوه ميزائيلونه داغل شوي چې په نتيجه کې يې دغه ځاله ړنگه شوې ده.

دپاکستان دقبائيلى سيمې خيبرايجنسۍ سره نزدې دافغانستان دننگرهارولايت په نازيان اولسوالۍ کې په يوه ډرون حمله کې دتندروه ډلې لشکراسلام دمشر منگل باغ دډرائيور په گډون لږ ترلږه ٩ شکمن جنگيالي وژل شوي دي.

راپورونه وائي په ياده شوې سيمه کې دډرون څخه دتندلارو په يوه ځاله دوه ميزائيلونه داغل شوي چې په نتيجه کې يې دغه ځاله ړنگه شوې ده اؤ ٩ جنگيالي وژل شوي چې پکې خيبرايجنسۍ کې دفعاله ډله تندروه ډله لشکراسلام دمشر منگل باغ ډرائيور شاکر سپاه هم شامل دى.

داستخباراتي سرچينو وينا ده چې په دغه حمله کې دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) اؤ لشکراسلام جنگيالي په نخښه کړل شوي دي.

دې حمله کې دلشکراسلام نورو وژل شوؤ کمنډرانو کې فضل امين، شامت خان سپاه اؤ واجد هم شامل دي، همدغه شان دټي ټي پي په وژل شوؤ کمانډرانو کې ياسين زبير، عبدالرحمان شينواري اؤ دتربيې ورکولو ښوونکى زر ولي هم شامل دي، دډرون دغه حمله کې گڼ شمير کې کسان ژوبل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دتير زيارت په ورځ مطبوعاتو ته جاري شوي يو بيان کې منل شوې وه چې دهغوي يو کمانډر خاورې محسود په اتلسم مارچ دافغانستان اؤ پاکستان د گډې پولې ترڅنگ دکرمې ايجنسۍ په شابک سيمه کې ترسره شوي يو ډرون بريد کې وژل شوى.

همدغه شان دتيرې اوونۍ راهسې په پاکستان کې مطبوعاتو گنگوسه خوره کړې چې دپاکستاني پوځ د طالبانو د تحريک مشرمُلا فضل الله د تيراه په عملياتو کې وژلی ، خو طالبان وائي دا هسې اوازې دي او فضل الله روغ رمټ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG