د کراچۍ د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت نن د نهې په ورځ امر کړی چې د متحده قومي (اېم کيواېم) ډلې پخوانی غړی صولت مرزا دې د اپرېل د مياشتې په لمړۍ نېټه تېزندي کړی شي .
صولت مرزا ته په کال ۱۹۹۹م کې د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت د کراچۍ د بجلۍ د محکمې د پخواني مشر شاهدحامد ، د هغه ډرائيور اشرف بروهي او ساتونکي اکبرخان په وژنه کې د تېزندۍ سزا اورولې وه ، د وژنو دغه پېښه په کال ۱۹۹۷م کې د کراچۍ په ډيفنس علاقه کې رامنځته شوې وه .
مرزا ته د تېر زيارت په ورځ د بلوچستان په مچهـ جېل کې د تېزندي ورکولو امر شوی ؤ ، ولې د تېزندۍ د وخت نه څو ساعته وړاندې د صولت مرزا د تېزندۍ د ځنډولو امر شوی ؤ ، او بيا د ۷۲ ساعتونو پورې د هغه تېزندي ځنډول شوې وه .
د صولت مرزا تېزندي په داسې مهال ځنډول شوې وه چې په ټي وي چېنلو د هغه يوه ويډيو خپره شوه ، او په دغه ويډيو کې نوموړي د اېم کيواېم ډلې په مشرالطاف حسېن تور ولگولو چې د اېم کيواېم بابرغوري ورته د الطاف حېسن پېغام ورکړی ؤ چې شاهدحامد ووژني او بيا په څلور تنه دغه کار ترسره شوی ؤ .
په ټي وي چېنلو خپره شوې ويډيو کې صولت مرزا د اېم کيو اېم په مشرانو يو شمېر نور سنگين تورونه لگولي او وئيلي يي ؤ که د هغه تېزندي وځنډول شوه نو نور ډېرانکشافونه به وکړي .
ولې وروستو د کورنو چارو مرکزي وزير چوهدري نثار وئيلي ؤ چې د صولت مرزا صحت ښه نه ؤ ځکه د هغه تېزندۍ ځنډول شوې وه .
د صولت مرزا لخوا لگول شوي تورونه د اېم کيواېم مشر الطاف حسېن او بابر غوري رد کړي ، او وئيلي يي دي چې هغه ته د چا د وژنې نه دي وئيلي او هغه پخوا د پارټۍ نه ويستل شوی ؤ .
صولت مرزا تېرکال د اپرېل په مياشت کې د بلوچستان مچهـ جېل ته منتقل کړی شوی ، او د زيارت په ورځ د هغه د تېزندۍ ځندېدو وروستو د جېل انتظاميې د ترهگرۍ د مخنيوي عدالت ته د مجرم د تېزندۍ د تازه امر جاري کولو خواست کړی ؤ .