لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د چين په مرسته د يمن نه خپل وگړي رااوباسي


د دفترخارجه ترمخه عدن او چاپېره علاقو کې د جگړې له کبله هلته د مکلا نومې ښار د هوائي اډې نه د پاکستانيانو راويستل گران دي
د دفترخارجه ترمخه عدن او چاپېره علاقو کې د جگړې له کبله هلته د مکلا نومې ښار د هوائي اډې نه د پاکستانيانو راويستل گران دي

د پاکستان د خارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وئيلي ، چې د يمن په عدن ، مکلا او صنعا ښارونو کې وس هم ۴۰۰ پاکستانيان گېردي ، او عدن کې گېر ۲۰۰ پاکستانيان به نن د شورو په ورځ د چين د سمندري جهاز د لارې راوويستی شي .

د دفترخارجه د وياندې ترمخه ۲۰۰ پاکستانيان به د سمندر د لارې جبوتي ته راوستلی شي ، او د هلتې نه به يې د پاکستان د قامي هوابازۍ د کمپنۍ(پي ائي ای) د الوتکې د لارې ملک ته راوړلی شي .

او په دغې لړ کې ايتهوپيا کې د پاکستان سفير ته هدايات ورکړی شوي دي چې په جبوتي کې ورته انتظامات وکړي .

د دفترخارجه ترمخه عدن او چاپېره علاقو کې د جگړې له کبله هلته د مکلا نومې ښار د هوائي اډې نه د پاکستانيانو راويستل گران دي ، ځکه ۲۰۰ پاکستان د چين د سمندري جهاز په زريعه جبوتي ته راوړل کيږي .

د تېر اتوار په ورځ ۵۰۰ پاکستان د يمن د حدېده ښار نه د پي ائي ای په خصوصي الوتکه کې پاکستان ته راوړل شوي وو .

راپورونه وايي د زيارت په ورځ به د پاکستان سمندري پوځ نزدې ۱۵۰ پاکستانيان د يمن د مکلا ښار نه په سمندري جهاز کې کراچۍ ته راورسوي .

راپورونه وايي د يمن په پلازمينه صنعا کې د ۷۰ نه تر ۹۰ پورې پاکستانيان گېر دي ، څوک چې تېره اوونۍ د صنعا نه حدېده ته د تلونکې کاروان نه پاتې شوي وو .

د دفتر خارجه ترمخه دغه کسان په خپله خوښه بل ښار ته نه ځي چې د هغه ځايې نه ملک ته راوستی شي ، او د هغو د راويستو دپاره انتظام کولی شي چې د صنعا نه په خصوصي الوتکه کې راوستی شي .

او په دغې لړ کې د سعودي عرب چارواکو ته وئيل شوي دي چې دغه سيمې ته دې د ( "نوفلايي زون" چرته چې په پرواز بندېز لگول شوی) استثنې ورکړي او صنعا کې هم د هوايي اډې د ځايي چارواکو سره رابطه کولی شي .

راپورونه وايي په صنعا باندې تازه شوې بمبارۍ کې هوايي اډې ته هم زيان اوختی دی .

په يمن کې شيعه حوثي ياغيانو د حکومت په ضد وسله وال عمليات پېل کړي او په دغه ملک کې د خانه جنگې حالات جوړ شوي دي .

بل لور ته د سعودي عرب په مشرۍ عرب خليجي هېوادنو په گډه د حوثي ياغيانو په ضد فضائي بمبارې پېل کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG