لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب اؤ بلوچستان کې دوه کسان تيزندي کړى شول


 بلوچستان کې ٧ کاله پس کوم مجرم ته ورکړل شوې دغه لمړۍ پهانسي وه.
بلوچستان کې ٧ کاله پس کوم مجرم ته ورکړل شوې دغه لمړۍ پهانسي وه.

دپاکستان په پنجاب اؤ بلوچستان صوبو کې دشورو په سحر دوه نور مجرمان تيزندي کړى شوي دي.

تيره ورځ هم دلاهور اؤ ساهيوال په جيلونو کې دوه کسان تيزندي کړى شوي وؤ.

دبلوچستان په مچهـ جيل کې دقتل مجرم اميرحمزه تيزندي کړل شوى، ياد شوي منجرم کال ١٩٩٥ء کې په يوه معمولي شخړه يو تن وژلى ؤ اؤ دسبي سيمې يو مقامي عدالت هغه ته په کال ٢٠٠٤ء کې دمرگ سزا اورولې وه اؤ صدر په ٢٣م مارچ دهغه درحم اپيل رد کړى ؤ.

بلوچستان کې ٧ کاله پس کوم مجرم ته ورکړل شوې دغه لمړۍ پهانسي وه.

همدغه شان دپنجاب صوبې په بهاؤلپور ضلع کې هم دقتل يو مجرم سکندرعلي تيزندي کړى شوى دى، دسندهـ دبې نظير اباد سيمې سره تعلق لرونکي مجرم سکندرعلي په کال ٢٠٠٢م کې خپل يو ملگرى په راولپيندۍ کې وژلى ؤ، مجرم سکندرعلي ته پوځي عدالت دکورټ مارشل په ذريعه دمرگ سزا اورولې وه.

تيرکال په ١٦م دسمبر دخيبرپښتونخوا صوبې سرښار پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول ترهه گريز بريد کې د١٣٠ؤ څخه دزياتو ماشومانو په گډون د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو وروستو دحکومت له لوري هيواد کې دمرگ په سزا عمل درامد بحال شوى ؤ ا ؤ تردې مهاله بيلا بيلو زندانونو کې ٦٨ کسان تيزندي کړى شوي دي.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د لږکيو لخوا کلتوري ټڼګ ټکور
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:55 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG