لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سترې محکمې دپوځي عدالتونو په سزاگانو عمل درامد اودرولى


سپريم کورټ حکم کړى ترڅو چې دپوځي عدالتونو په اړه په خواست فيصله نۀ وي راغلي تر هغې به دغه سزاگانې ځنډيدلي وي.
سپريم کورټ حکم کړى ترڅو چې دپوځي عدالتونو په اړه په خواست فيصله نۀ وي راغلي تر هغې به دغه سزاگانې ځنډيدلي وي.

دپاکستان سترې محکمې هيواد کې دترهه گرۍ دمخنيوي دپلان لاندې دجوړو کړل شوؤ پوځي عدالتونو له لوري شپږو کسانو ته دمرگ داورول شوؤ مرگ په سزاگانو عمل درامد اودرولى دى.

دسږکال په پيل کې ائين اؤ ارمي ايکټ په بدلون کولو سره دترهه گرۍ مقدمو لپاره پاکستان کې ٩ پوځي عدالتونه جوړ کړل شوي وؤ اؤ دغو عدالتونو روانه مياشت کې شپږو مجرمانو ته دمرگ سزا اورولې وه.

دپوځي عدالتونو دکارروايۍ په ضد سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن ستره محکمه کې خواست جمع کړى ؤ اؤ ددې داوريدنې کولو سره بينچ دزيارت په ورځ دپوځي عدالتونو له لوري داورول شوؤ سزاگانو دمعطل کولو امر وکړو.

سپريم کورټ حکم کړى ترڅو چې دپوځي عدالتونو په اړه په خواست فيصله نۀ وي راغلي تر هغې به دغه سزاگانې ځنډيدلي وي.

دپاکستان دمشر قاضي ناصرالملک په مشرۍ کې دسپريم کورټ ١٧ کسيز فل کورټ بينچ د١٨م اؤ ٢١م ائيني بدلونونو اؤ پوځي عدالتونو دجوړيدو په ضد دورکړل شوي خواست اوريدنه کړې ده.

خواست کې دريځ خپل کړل شوى چې دپوځي عدالتونو له لوري اوس اوس اوؤ ملزمانو ته داورول شوؤ مرگ په سزاگانو دې عمل درامد تر هاغه وخته اودرول شوي ترڅو چې ددغو عدالتونو په ضد په جمع کړل شوؤ خواستونو فيصله مخې ته رانۀ شي.

دوفاق له لوري جوابي دليلونو کې وويل شول چې دارمي ايکټ لاندې سزاموندونکي کسان داپيل حق لري، ائيني بدلون په کوم عدالت کې چيلنج کيدى نۀ شي نو ځکه دې دغه خواستونه خارج کړى شي.

دپاکستان مشر قاضي ناصرالملک پخپلو څرگندونو کې وويل ورته معلومه نۀ ده چې پوځي عدالتونو کې څه کارروائي روانه ده، عدالت دپوځي عدالتونو په اړه نوټس جاري کړى خو بيا هم سزاگانې واورول شوې.

جسټس جواد ايس خواجه پخپلو څرگندونو کې وويل دپوځي عدالتونو ائيني حيثيت عدالت کې چيلنج کړل شوى، ملزمانو ته دمرگ سزا اورول شوې کومه چې معمولي سزا نۀ ده.

جستس اصف سعيد کهوسه وويل چې سپريم کورټ دشيخ لياقت حسين کيس کې لمړى هم پوځي عدالتونه غيرائيني گرځولي دي، ماضي چې کله دپوځي عدالتونو په ضد فيصله ورکړل شوې وه نو هاغه وخت کې دوؤ کسانو ته تيزندي ورکړل شوې وه.

داوريدنې په مهال دبشري حقونو دتحفظ لپاره کارکوونکې عاصمه جهانگير دريځ خپل کړى چې دپوځي عدالتونو جوړيدل په موجوده عدالتي نظام دبې باورۍ څرگندونه ده، دغه عدالتونه دبنيادي انساني حقونو خلاف ورزي ده اؤ که چرې کوم قانون دبنيادي انساني حقونو اؤ ائين دبنيادي ځاندرې په ضد وي نو سپريم کورټ دپارلمان له لوري جوړ کړل شوى کوم قانون هم کالعدم گرځولى شي.

سترې محکمې دپوځي عدالتونو له لوري په اورول شوؤ سزاگانو عمل درامد په فوري توگه اودرولى اؤ اوريدنه يې تر ٢٢م اپريل پورې ځنډولې ده.

په ١٢م اپريل دپاکستاني پوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دتندروه ډلې تحريک طالبان پاکستان شپږو جنگيالو ته دپوځي عدالتونو څخه دمرگ دسزا دورکولو اؤ يو تن ته دعمري بند دورکولو پخلى کړى ؤ.

په دغه پريکړه پاکستان کې دقانون پوهانو اؤ بشري حقونو لپاره دکارکوونکو لخوا سخت غبرگون مخې ته راغلى ؤ.

پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي ارمي پبلک سکول تيرکال په ١٦م دسمبر دشوې حملې څخه وروستو دپاکستان حکومت هيواد کې دشپږو کلونو راهسې په تيزندۍ لگيدلى بنديز ختم کړو اؤ تردې مهاله دپاکستان په مختلفو ښارونو کې خواؤشا ٦٠ کسان تيزندي کړى شوي دي.

پاکستان کې دترهه گرۍ دمخنيوي لپاره تيرکال پيښور کې دطالبانو لخوا په سکول دحملې څخه وروستو سياسي اؤ مذهبي گوندونو دقومي ايکشن پلان په نوم تگلاره جوړه کړې وه اؤ وروستو په ائين کې د٢١م بدلون اؤ ارمي ايکټ کې بدلون کولو سره ددوؤ کلونو دمودې لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړى شول.

ددغو عدالتونو په جوړيدو دوکيلانو دتنظيمونو په گډون دمختلفو حلقو له لوري دانديښنو څرگندونه شوې وه ، دا يې يو متوازي نظام عدل گرځولى اؤ ددې مخالفت يې کړى ؤ.

دې لړ کې سپريم کورټ کې هم خواستونه جمع کړل شوي چې پکې دپوځي عدالتونو په طريقه کار پوښتنې راولاړې کړل شوي اؤ ددغو عدالتونو په کارروائيو کې يې دبشري حقونو دخلاف ورزۍ انديښنه څرگنده کړې ده.

دبشري حقونو ډلو، اروپائي اتحاديې اؤ ملگرو ملتونو پاکستان څخه غوښتنه کړې چې دمرگ په سزا دې عمل درامد اودروي خو دوزيراعظم نواز شريف حکومت دريځ لري چې هيواد يې دغيرمعمولي حالاتو سره مخ دى کوم چې غيرمعمولي گامونو ته اړتيا لري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG