لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان دپوځي کمانډرانو لخوا دترهه گرۍ پيښو کې د” را“ دککړتيا نوټس


 په اوسنو کلونو کې دا لمړى ځل دى چې دپاکستان پوځي کمانډرانو په عامه توگه هيواد کې په هند دناقرارۍ پيدا کولو تور لگولى.
په اوسنو کلونو کې دا لمړى ځل دى چې دپاکستان پوځي کمانډرانو په عامه توگه هيواد کې په هند دناقرارۍ پيدا کولو تور لگولى.

دپاکستاني پوځ دوياند ميجر جنرل عاصم سليم باجوه ترمخه جي ايچ کيو کې ترسره شوې غونډه کې عسکري قيادت (په شکمنه توگه) پاکستان کې دترهه گرۍ پيښو کې دهندي خفيه ايجنسۍرا دککړتيا نوټس اخستى اؤ په دې يې انديښنې څرگندې کړي دي.

په اوسنو کلونو کې دا لمړى ځل دى چې دپاکستان پوځي کمانډرانو په عامه توگه هيواد کې په هند دناقرارۍ پيدا کولو تور لگولى.

دپوځ له لوري دغه بيان څو ورځو وروستو له هغې راغلى چې دپاکستان په اقتصادي مرکز کراچۍ کې دپوليسو يو سينئر مشر دلساني ډلې متحده قومي موومنټ دوه کارکوونکي پاکستان کې د را په وينا دترهه گرۍ کولو په تور ونيول.

دپوځ سرلښکر وئيلي دي چې دترهه گرو په ضد روان عمليات غيرسياسي دي اؤ عمليات پرته له کوم امتياز څخه روان دي.

دپاکستان په راولپينډۍ ښار کې دکورکمانډرانو دکانفرنس دمشرۍ په مهال دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف وويل چې دټول قام څخه دبشپړ ملاتړ سره شمالي وزيرستان کې دضرب عضب عملياتو په نتيجه کې ترهه گرو ته سخت زيان اوښتى.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار ترمخه کورکمانډرانو پاکستان کې دترهه گرۍ پيدا کولو کې دهند دخفيه ايجنسۍ را دککړتيا سخت نوټس اخستى.

کانفرنس کې دهيواد دداخلي اؤ خارجي امنيتي صورتحال اؤ په شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن دپرمختگ په اړه هم غور شوى.

په دغه موقع جنرل راحيل شريف وويل چې دوفاق تر انتظام لاندې قبائيلي سيمو کې دترهه گرو د په نخښه کولو لړۍ به هم روانه وي، هغه ټولو اړونده چارواکو ته امر وکړو چې دمجرمانو، ترهه گرو اؤ دهغوي دمرسته کوونکو په ضد دهيواد په ښاري سيمو کې داستخباراتي معلوماتو په اساس کارروايۍ نورې هم تُندې کړي.

دپوځ سرلښکر وويل چې دترهه گرۍ څخه پاک پاکستان اوس يوه قومي اراده جوړه شوې اؤ زياته يې کړه چې دپاکستاني عسکرو اؤ اولسي وگړو قربانۍ به ضائع کيږي نۀ.

هغه وويل مونږ به دا جنگ منطقي انجام ته رسوؤ، دهيواد ، اولس اؤ ميړنو وسله والو پوځونو دوقار اؤ درناوي تحفظ به په هر قيمت کيږي

جنرل راحيل وويل چې دترهه گرو اؤ انتها خوښو دلاسه دهغوي دبچو په گډون په زرگونو پاکستانيان وژل شوي.

امنيتي سرچينې وائي چې دپوځي مشرانو په دغه غونډه کې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په ضد دتيرکال راهسې دروانو عملياتو اؤ دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو قبائيلي سيمو ته دبيرته ستنيدو په عمل هم خبرې اترې شوي دي.

دپاکستان پوځ تيرکال دجون په مياشت کې شمالي وزيرستان کې وروستو له هغې عمليات پيل کړي وؤ چې دپاکستان دحکومت اؤ طالبانو ترمينځ دامن هڅې ناکامه شوې اؤ طالبانو دکراچۍ په هوائي اډه دهاغه حملې ذمه واري په غاړه واخسته چې پکې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځ په دغو عملياتو کې ددوؤ زرو څخه دزياتو ترهه گرو دوژلو دعوه کوي اؤ وائي ٢٠٠ؤ عسکرو هم دغو عملياتو کې خپل ژوند دلاسه ورکړى خو سيمې پورې ميډيا رسد نۀ لري چې له دې امله په ازادانه توگه دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

تيرکال په ١٦م دسمبر پيښور کې دپوځ په تابيا په چليدونکي سکول دطالبانو حمله کې د١٥٠ؤ کسانو دوژل کيدو څخه وروستو دپاکستان مرکزي حکومت دصوبائي حکوتونو، سياست دانانو اؤ پوځ په مشوره دترهه گرۍ دمخنييو لپاره يوه قومي تگلاره جوړه کړې وه.

ددغه تگلارې لاندې ددسمبر دمياشتې څخه دپاکستان ټولو صوبو کې دقانون نافذونکو ادارو له لوري کارروايۍ روانې دي چې پکې يې دزرگونو شکمنو کسانو دنيولو ادعاوې شوي اؤ ددې ترڅنگ پوځ هم په قبائيلي سيمو دپيښور دسانحې څخه وروستو خپلو کارروائيو کې تُندي راوستې ده.

دپيښور دپيښې څخه وروستو پاکستان کې د٢٠٠٨م څخه دتيزندۍ په سزا برقراره پابندي ختمه کړل شوې اؤ تردې مهاله د١٠٠ؤ څخه زيات کسان تيزندي کړل شوي دي ، همدغه شان دترهه گرۍ دمخنيوي دقومي تگلارې لاندې هيواد کې په ترهه گرو دمقدمو چلولو لپاره پوځي عدالتونه هم جوړ کړل شوي دکوم له لوري چې مجرمانو ته په اورول شوؤ سزاگانو عمل درامد دپاکستان سترې محکمې اودرولى.

ځانګړې ویډیوګانې

د ایکنا کنوینشن کې سږ کال له ۳۰،۰۰۰ هم ډیرو کسانو ګډون درلود
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:09 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG