لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ډاکټرمالک :حکومت يې دبې درکه بلوچانو په معلومولو کې ناکامه شوی


ډاکټر مالک بلوچ له دې وړاندې هم د بې درکه بلوچانو په حواله د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی .
ډاکټر مالک بلوچ له دې وړاندې هم د بې درکه بلوچانو په حواله د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی دی .

د پاکستان بلوچستان صوبې وزيراعلی ډاکټر عبدالمالک بلوچ منلې ده ، چې حکومت يې په صوبه کې د بې درکه بلوچانو په معلومولو کې پاتې راغلی دی .

ډاکټرمالک بلوچ په کراچۍ کې د يو کتاب د مخ کتنې د دستورې په مهال رسنيو سره خبرو کې وئيلي ، چې حکومت يې د بې درکه بلوچانو په لړ کې د خفه بلوچ مشرانو سره د خبرو هڅې کوي ، خو تراوسه ورته د دغې مسلې په هوارولو کې کاميابي نه ده ترلاسه شوې .

د بلوچستان وزيراعلی د بې درکه بلوچانو په اړه تازه بيان په داسې مهال مخې ته راغلی ، چې په لندن کې مېشت د بلوچستان پوليټيکل فورم په نوم يو تنظيم مشرحليم ترين وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره يوه مرکه کې وئيلي ، جنېوا او لندن کې د مېشت بلوچ بېلتون خوښو مشرانو سره يې ليدلي دي او هغوي حکومت سره خبرو ته تيار دي ، خو حکومت دويې سره خبرو ته سنجيده نه دی .

ډاکټر مالک بلوچ په کال ۲۰۱۳م کې د بلوچستان صوبې د وزيراعلی جوړېدو نه څو مياشتې پس هم د بې درکه بلوچانو په حواله د خپلې ناکامۍ اعتراف کړی ؤ ، او نوموړي وئيلي ؤ د دغې مسلې په هوارولو کې دې ورته موقع ورکړی شي .

د بې درکه بلوچانو دپاره د مبارزه کوؤنکي تنظيم (وايس فار بلوچ مسنگ پرسنز) لخوا هم د ډاکټرمالک په حکومت نيوکې کيږي ، چې د بلوچانو په ضد د وړاندې نه جوړې پاليسۍ ته يې دوام ورکړی دی .

ډاکټر عبدالمالک بلوچ چې د کراچۍ په يو ځايي هوټل کې د بلوچستان سره تعلق لرونکي وتلي شاعر، صحافي او سياست مدارارواښاد مير گل خان نصير باندې ليکل شوي کتاب (ميرگل خان ـ زندگی اور فن) د مخ کتنې دستورې مشر مېلمه ؤ .

نوموړي ليکوال ميرگل خان په ښو ټکو وستائيلو هغه ته يې خپل ائيډئيل وئيلو او او زياته يې کړه هغه يو گڼ اړخيزه شخصيت ؤ ، پکار ده چې ولوستی شي .

د بلوچستان وزيراعلی ميډيا سره خبرو کې دا هم ووئيل چې د بلوچستان اولس د گوادر بندرگاه په اړه په تياره کې ساتل نه دي پکار ، او د گوادر بندرگاه په امدن او نورو وسائيلو باندې دې د بلوچستان حکومت په اعتماد کې واخيستی شي .

هغه زياته کړه اېن اېف سي اېوارډ د بجټ نه وړاندې راتلل پکار ؤ او ټولو صوبو هم دغه خواهش لرلو ، خو داسې ښکاري چې اېن اېف سي اېوارډ به د بجټ نه وړاندې رانه شي . هغه ووئيل مرکز له پکار ده چې د اېن اېف سي اېوارډ په حواله ټولې صوبې په اعتماد کې واخلي او په دغې اړه پاليسي جوړه کړي .

د کتاب مخ کتنې دستورې ته سياست مدارو ، استازانو او ليکوالو هم ويناوې وکړې ، او مير گل خان ته يې د عقيدت پيرزونې وړاندې کړې .

بلخوا، برطانیه کې میشته د بلوچستان پولیټیکل فورم نومې تنظیم مشر حلیم ترین وي او ای ډیوه ته مرکه کې ویلي د هیواد ته بهر موجود بلوڅ مشران وايي ددوي دروازې مذاکراتو ته خلاصې دي خو که چرې په سنجیدگۍ په دې لړ کې کار وشي. ښاغلي ترین سره مرکه د ډیوه خبریال نصیر کاکړ کړې ده دلته يي اوریدی شۍ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:54 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

ډېره اسماعیل خان کې د پولیو نوې پېښه رپوټ شوې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:00 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

د چین نه نوی خور شوی وایرس - پاکستان کې یې په اړه اندېښنې
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG