لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اشرف غني سره دوزيراعظم نواز شريف ليدنه


افغان صدر اشرف غني سره يو په يو دليدنې څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دهيئتونو په کچه مذاکرات روان دي
افغان صدر اشرف غني سره يو په يو دليدنې څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دهيئتونو په کچه مذاکرات روان دي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف اؤ دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف دنهې په ورځ په يوه ورځنۍ دوره دافغانستان پلازمينې کابل ته رسيدلي اؤ دغلته يې دافغانستان دصدر اشرف غني اؤ ستر انتظامي مشر عبدالله عبدالله سره ليدنه کړې ده.

افغان صدر اشرف غني سره يو په يو دليدنې څخه وروستو ددواړو هيوادونو ترمينځ دهيئتونو په کچه مذاکرات روان دي چې پکې دپاکستان استازيتوب وزيراعظم نواز شريف اؤ دافغانستان دهيئت مشري افغان صدر اشرف غني کوي.

پاکستاني وزيراعظم ته ددغه سفر بلنه دافغانستان صدر اشرف غني ورکړې وه، افغانستان ته دا دنوازشريف دوهمه اؤ کابل کې دنوي حکومت دجوړيدو څخه راپديخوا دوهمه دوره ده.

کابل ته په رسيدو پاکستاني وزيراعظم ته دافغانستان دبهرنو چارو وزير صلاح الدين رباني اؤ دافغانستان دخزانې وزير حکيمي هرکلى ووئيلو، وروستو وزيراعظم اؤ دپوځ سرلښکر دافغانستان صدارتي محل ته ورسيدل چرته چې ورته دافغانستان صدر اشرف غني هرکلى ووئيلو اؤ بيا ورته ددرناوي سلامي وړاندې کړل شوه.

کابل ته دتللو څخه دمخه دگل په ورځ وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې دوزيراعظم په مشرۍ دلوړې کچې يوه غونډه ترسره شوې وه چې پکې دپاکستان لوړپوړو عسکري حکومتي چارواکو برخه اخستې وه.

وزيراعظم نواز شريف سره دکابل ددغه سفر په مهال دپوځ دسرلښکر ترڅنگ دوزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز، ځانگړى مرستيال طارق فاطمي، خارجه سکتر اعزاز احمدچوهدري اؤ نور لوړپوړي چارواکي هم ملگري وي.

هيله ده چې داوسني سفر به مهال پاکستاني اؤ افغان چارواکي دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينځ په مذاکراتو، دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله اؤ نورو ترهه گرو اؤ افغانستان کې په شکمنه توگه دهندي خفيه ادارې”را “ په موجودگۍ اؤ پاکستان کې ددغه ډلې دشکمنو هلو ځلو په اړه خبرې اترې وکړي.

افغانستان کې دنوي حکومت دجوړيدو څخه راپديخوا دپاکستان اؤ افغانستان ترمينځ اړيکې دتيرپه پرتله دښه والي په لوري روانې دي اؤ ددواړو خواؤ عسکري اؤ سياسي چارواکو پخپل مينځ کې رابطې سيوا کړي دي

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG