طالبانو دميډيا هاغه راپورونه رد کړي چې پکې وئيل شوي وؤ دهغوي مشرانو تيره اوونۍ دچين سفر کړى اؤ دغلته يې دکابل دامن استازو سره ليدنه کړې ده.
راپورونه وائي چې دطالبانو اؤ کابل دحکومت ترمينځ دوه ورځنۍ خبرې اترې دچين په شمال لويديز ښار اورمقي کې ترسره شوې وې.
دراپورونو ترمخه دطالبانو څلور کسيز هيئت دافغانستان دعالي امن شورا دلوړپوړو چارواکو سره په ناسته کړې وه.
خو دگل په ورځ دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وائس اف امريکا ته په اي ميل کړل شوي يو بيان کې وئيلي دي چې “ مونږ په سختۍ سره ددې افواه گانو ترديد کوؤ، دښمن غواړي چې په دغه شان پروپيگنډې سره دمورال دکمي سره دمخ خپلو ځواکونو حوصله لوړه کړي“
وال سټريټ جرنل راپور ورکړى چې دغه غونډه دبيجنگ په مرستې سره ترسره شوې اؤ دافغان حکومت اؤ طالبانو ترمينح دامن خبرو اترو دامکان پيدا کولو لپاره پکې دپاکستان جاسوسي ادارې اسانتيا ورکړې ده.
راپور وائي چې دچين اؤ ائي ايس ائي چارواکو په ١٩مه اؤ ٢٠مه مئ دچين دناقراره ژنگژانگ سيمې په سرښار کې ترسره شوې غونډه کې هم برخه اخستې، خو پاکستاني اؤ چيني چارواکو تر دې مهاله په دغه اړه خپل غبرگون نۀ دى ښودلى.
ورځپاڼه وائي چې په دغه غونډه کې دافغانستان ددفاع نوي وزير محمد معصوم ستانکزئ دافغان هيئت مشري کړې وه.
بل لوري ته دايشياء دزړۀ يعنې هارټ اف ايشياء- استنبول پروسې دلوړپوړو چارواکو غونډه دگل په ورځ اسلام اباد کې کيږي چې گډه مشري يې دپاکستان اؤ افغانستان چارواکيکوي.
دپاکستان خارجه سکتر اعزاز احمد چوهدري اؤ دافغانستان مرستيال خارجه وزير حکمت خليل کرزي په گډه مشرۍ کې کيدونکې دې غونډه کې دنورو ١٢ؤ غړو هيوادونو اؤ ١٦ؤ پلوي هيوادونو داستازو ترڅنگ د١٢ؤ سيمه ييزو اؤ بين المللي تنظيمونو استازي هم شريکيږي.
دهارټ اف ايشياء_ استنبول پروسې اغاز په کال ٢٠١١ء کې شوى ؤ چې مقصد يې سيمه اؤ په ځانگړې توگه افغانستان کې دامنيت دټينگښت لپاره دغړو اؤ پلوي هيوادونو يو بل ته نزدې کول دي.
پاکستان دريځ لري چې سيمه اؤ افغانستان کې دامن دټينگښت لپاره به خپل ملاتړ اؤ هڅې دوامداره ساتي.
دپاکستاني وزيراعظم دقومي سلامتۍ اؤ خارجه چارو مشاور سرتاج عزيز دگل په ورځ دغونډې دپرانستې په موقع خپله وينا کې وويل هيواد يې دمربوطو هڅو له لارې دترهه گرۍ دخاتمې پخه اراده لري اؤ دپاکستان دا دريځ يې يوځل بيا تکرار کړو چې دافغانستان دښمنان دپاکستان دښمنان دي.
پاکستان په افغان طالبانو دسپرلي دخپلې روايتي جگړې داودرولو اؤ په کابل کې داشرف غني انتظاميې سره امن مذاکراتو ته دکښيناستو غږ کړى خو طالبانو دپاکستان دغه غږ له پامه غورځولى اؤ دسږکال داپريل دمياشتې راهسې يې په ټول افغانستان کې حملې تيزې کړي دي.
دگل په ورځ هم دافغانستان په جنوبي ولايت زابل کې دټرک له لارې په يوه خودکش حمله کې پينځه کسان وژل شوي اؤ په لسگونو نور ژوبل شوي دي، دغه خودکش حمله په قلات اولسوالۍ کې شوې ده اؤ په وژل شوؤ کسانو کې دوه ښځې اؤ ژوبل شوؤ کې ١٧ ښځې اؤ ماشومان هم شامل دي.
طالبانو ددغه تازه حملې ذمه واري هم په غاړه اخستې اؤ وئيلي يې دي چې ددغه بريد هدف اټارني جنرل اؤ نورې حکومتي ودانۍ وې.