لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دايران دبهرنو چارو وزير جوهري تړون لپاره هيله مند دى


 دايتهنز دسفر په مهال ظريف دا هم وئيلي دي چې داضافي غوښتنو په صورت کې به تړون نۀ کيږي.
دايتهنز دسفر په مهال ظريف دا هم وئيلي دي چې داضافي غوښتنو په صورت کې به تړون نۀ کيږي.

دايران دبهرنو چارو وزير محمد جاويد ظريف دزيارت په ورځ وئيلي دي هغه هيله کوي چې دايران اؤ دنړيوالو قوتونو ديوې ډلې ترمينځ به دهغه دهيواد دنيوکلئير پروگرام په اړه غوڅ تړون دمعقول وخت دننه ترسره شي.

دايتهنز دسفر په مهال ظريف دا هم وئيلي دي چې داضافي غوښتنو په صورت کې به تړون نۀ کيږي.

دايران خارجه وزير وئيلي دي هغه هيله کوي چې مذاکراتو کې برخه اخستونکي شراکت داران به يې داضافي غوښتنو کولو څخه ډډه وکړي.

ايران اؤد شپږو نړيوالو قوتونو امريکا، برطانيه، روس، چين فرانس اؤ جرمني استازي د٣٠م جون دمهلت څخه دمخه دتهران د جوهري پروگرام په اړه غوڅ تړون ته درسيدو لپاره هلې ځلې کوي.

دامريکا دخارجه محکمې وياند جيف ريتهکى دشورو په ورځ وئيلي چې امريکا اؤ شراکت داران يې د٣٠م جون مهلت لوري ته پام گرځوي اؤ دخبرو اترو دغزولو په اړه سوچ نۀ کوي.

دايران ستر مشر ايت الله علي خامنه اي ته دايران په ټولو معاملو کې غوڅ واک ترلاسه دى اؤ مذاکرات دهغه په رضا سره کيږي خو ددې باوجود هغه اکثره دبين المللي طاقتونو اؤ په ځانگړې توگه دامريکا په ضد بيانونه جاري کوي.

ټاکل شوې ده چې دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کيري اؤ دايران خارجه وزير جواد ظريف به دخالي په ورځ په جنيوا کې ليدنه کوي.

وياند جيف ريتهکى وئيلي دي امريکا باور کوي چې دراتلونکې مياشتې تر اخره يو تړون لاسته راوړل کيدى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG